د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن د افغانستان څخه د وتلو د بهیر د ارزیابۍ امر کړی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن وایي د اګست په میاشت کې د افغانستان څخه د امریکا د وتلو د بهیر د بشپړې ارزیابۍ امر یې کړی.

متحده ایالاتو د همدې روان ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد خپل شل کلن محاربوي ماموریت پای ته ورساوه او ټول عسکر یې راووتل.

امریکا او متحدینو یې په همدې بهیر کې چې په بیړه تنظیم شوی و، څه باندې ۱۲۴ زره ملکیان چې افغانان، امریکایي اتباع او نور پکې شامل و، په الوتکو کې د کابل د نړیوال هوايي ډګر نه راوویستل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چې په واشنګټن کې یې د بهرنیو خدماتو په انسټیټیوټ کې د کانګریس یو شمیر غړیو، دیپلوماتانو او نورو ته وینا کوله وویل، " په افغانستان کې د تخلیې او انتقال د هڅو په هکله مې د څو داخلي ارزیابیو امر کړی چې تمرکز به یې زمونږ په پلان جوړونې او اجراتو وي".

ښاغلي بلینکن د تخلیې په بهیر کې د بهرنیو چارو د وزارت هڅې وستایلې خو تر څنګ یې دا هم وویل چې که متحده ایالات بیا د دا شان وضعیت سره مخ کیږي او د د جګړې د یوې سیمې نه په چټګه توګه وتل غواړوي، دا اداره باید د دې بهیر نه څه زده کړي.

هغه وویل، "ډیر څه شته دي چې که مونږ شا ته وګورو باید وپوښتو چې آیا مونږ کولی شو دا کار مو بل ډول کړی وی؟ آیا دا اقدام مو په بله توګه هم کولی شوی؟ آیا د دې نظریې کوښښ مو باید لومړی کړی وی؟ آیا دا پریکړه مو باید ژر کړی وی؟

د امریکا دې جګپوړي دیپلومات د ارزیابۍ د جزیاتو په هکله څه ونه ویل خو زیاته یې کړه چې دا "زمونږ پخپله، افغان ملګرو او همکارانو او د بهرنیو چارو د وزارت د راتلونکو مامورینو حق دی چې باید پوه شي که د داسې یو حالت سره مخ کیږي، په ټولو هغو شیانو پوه شي چې مونږ ورسره مخ و. هغوي دا مطالعه کړي، تطبیق یې کړي او په آینده کې د پلان جوړونې لپاره ورسره مرسته وکړي. "

په امریکایي مطبوعاتو کې همدارنګه تیره اوونۍ ویل شوي چې د بهرنیو چارو د وزارت د سر مفتش دفتر هم غواړي په افغانستان کې د دیپلوماتیک ماموریت د پای ته رسیدو او د مهاجرت د ځانګړو ویزو د پروګرام په هکله څیړنې وکړي.

خو زرګونه افغانان چې د امریکا د پوځ یا حکومت سره یې کار کړی و، د تخلیې د بهیر نه پاتې شول. د دوي څخه یو شمیر یې پدې تیرو څو میاشتو کې د افغانستان څخه په وتلو بریالي شویدي.

د تخلیې د بهیر تر ټولو ستره پیښه د کابل په هوایي ډګر کې د داعش خراسان ډلې ځانمرګی برید و چې د سلو نه ډیر افغانان او ۱۳ امریکایي عسکر پکې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG