د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د اوکراین نه د خپلو دپلوماتانو د کورنیو د وتلو امر ورکړی


په کیف کې د متحده ایالاتو د سفارت ودانۍ.
په کیف کې د متحده ایالاتو د سفارت ودانۍ.

د بهرنیو چارو وزارت وایي د متحده ایالاتو حکومت د اوکراین په پایتخت کیف کې د امریکایي دپلوماتانو کورنیو ته د وتلو امر کړی.

امریکا وایي دا اقدام یې په اوکراین د روسیې د یرغل د "متدوام ګواښ" له کبله کړی.

واشنګټن همدرانګه د کیف څخه پخپلې خوښې د سفارت د غیرې ضروري مامورینو وتلو ته اجازه ورکړې او پدې هیواد کې یې د امریکایي اتباعو څخه غوښتي چې همدا اوس دې په وتلو غور وکړي ځکه په اوکراین د روسیې د ممکنه د یرغل څخه وروسته به ونشي کړی هغوي وباسي.

روسیې د څو میاشتو راهیسې د اوکراین سره په ګډې پولې کې زرګونه سرتیري، ټانکونه، جنګي موټر، توپونه او توغندي ځای پر ځای کړی او سره لدې مسکو ټینګار کوي په اوکراین د برید کولو نیت نلري خو دې اقدام یې د لویدیځ سره اړیکې خرابې کړي او دا اندیښنه ډیره شوې چې ښایي مسکو به په همدې روانې او یا بله میاشت کې په اوکراین یرغل وکړي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو چارواکي ویلي چې په کیف کې د متحده ایالاتو سفارت فعال دی او شازدافیره کرسټینا کواین لا هم په هغه هیواد کې شته ده.
دغه چارواکي د سپینې ماڼۍ هغه خبرداری تکرار کړ چې په کیف د مسکو یرغل ښایي "هر وخت" وشي.

د بهرنیو چارو وزارت دې چارواکي د امریکایي اتباعو څخه وغوښتل هر څومره ژر چې امکان لري باید د ترانسپورت په خصوصي او سوداګریزو لارو د اوکراین څخه ووځي.

دې چارواکي دا ونه ویل چې اوس مهال د ختیځې اروپا پدې هیواد کې څومره امریکایان لا هم شت دي خو د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي تیره میاشت ویلي و چې ښایي د لسو نه تر پنځلسو زرو پورې امریکایي اتباع په اوکراین کې وي.

د بهرنیو چارو وزارت لا مخکې اوکراین ته د امریکایي اتباعو د سفر نه کولو غوښتنه کړې وه خو وزارت د یکشنبې جنوري ۲۳ روسیې او په ځانګړې ډول هغو سیمو ته د سفر نه کولو غوښتنه وکړله چې د اوکراین پولې سره نږدې پرتې دي.

XS
SM
MD
LG