د لاس رسي وړ اتصالات

یمن ته څېرمه د امریکا پر یوې بار وړونکې بیړۍ دوه ځله برید شوی - راپور


یوه بار وړونکې بیړۍ چې تېره میاشت یې د عدن په خلیج کې د حوثي وسله والو په برید کې اور اخیستی و (عکس: ارشیف)
یوه بار وړونکې بیړۍ چې تېره میاشت یې د عدن په خلیج کې د حوثي وسله والو په برید کې اور اخیستی و (عکس: ارشیف)

د سمندري امنیت د څار یوې ادارې د دوشنبې په ورځ فبروري ۱۹ (سلواغې ۳۰) وویل چې د متحده ایالاتو یوه بار وړونکې کښتۍ د یمن د جنوب په اوبو کې په دوو ساعتونو کې دوه ځله تر برید لاندې راغلې ده.

امبري په نوم ادارې وویل، د یونان بیرغ لرونکې دغې بار وړونکې بیړۍ نن د عدن په خلیج کې په توغندي د لګېدو خبر ورکړ او یو بل توغندی د بیړۍ په څو مترۍ کې لګېدلی دی.

په راپور کې ویل شوي: "بیړۍ خپل څنګ ته په ۱۰-۱۵ مترۍ کې د مرمۍ د لګېدو خبر ورکړی... له دې دوه ساعته وړاندې دې بیړۍ د لومړنۍ پیښې راپور ورکړی و."

امبري وویل چې په دواړو پیښو کې زیان یا مرګ ژوبله نه ده اوښتې او کښتۍ د عدن پر لور خپل سفر ته دوام ورکوي.

د برتانیې "د سمندري سوداګرۍ عملیات" په نوم د سمندري امنیت د څار بلې ادارې چې د بریتانیا سمندري ځواکونو لخوا پرمخ وړل کیږي، وویل چې "د کښتۍ سره نږدې د یوې چاودنې راپور ورکړل شوی" خو مرګ ژوبله یا زیان ندی اوښتی.

د ایران ملاتړ لرونکي حوثي یاغیان چې د یمن زیاتره جګړه ځپلې سیمه کنټرولوي، د نومبر له میاشتې راهیسې په سیمه کې پر بار وړونکو کښتیو بریدونه کوي او دا کار په غزه کې د اسرائیل او حماس په جګړه کې له فلسطینیانو سره خپل پیوستون بولي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG