د لاس رسي وړ اتصالات

د حقاني د شبکې سره د پاکستان د حکومت د اړیکو شواهد


په پاکستان کې د امریکا سفیر کیمرون منټر
په پاکستان کې د امریکا سفیر کیمرون منټر

د امریکا یوه لوړ پوړي مامور ویلي دي چي واشنګټن داسي شواهد لري چي ښئي د پاکستان حکومت د یوې تروریستي ډلی سره چی په افغانستان کي د یو لړ حملو مسئوله ده اړیکي لري.

په پاکستان کي د امریکا سفیر ( کیمیرون منټر ) رادیو پاکستان ته وویل چي د اسلام آباد او د حقاني د شبکې تر منځ ښکاره اړیکي موجودي دي. ( منټر ) دا هم وویل چي دا اړیکي به شاید ډیري کلکي وي.

امریکا د پاکستان د استخباراتو په ادارې باندي دا شک لري چي هغه د حقانی د شبکې او په افغانستان کي د نورو یاغي ډلو سره اړیکي لري، مګر دا خبره دومره زیاته په ډاگه نه کوي.

امریکا او ناتو د حقاني په شبکې باندي دا تور لګولی دی چي د امریکا او د ناتو په قواو او د سیټامبر په ١٣ مه د امریکا په ځایونو باندي چي په کابل کي د امریکا سفارت هم په کي شامل و، حملې دغي ډلي کړي دي.

اسوشیټیډ پریس خبري آژانس پرون د شنبې په ورځ وویل چي پاکستاني چارواکو د ښاغلي ( منټر ) د دې وینا په هکله څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG