د لاس رسي وړ اتصالات

د کشمیر د موضوع په خاطر د یوه امریکايي سره د پاکستان پټې مرستې


د کشمیر د موضوع په خاطر د یوه امریکايي سره د پاکستان پټې مرستې
د کشمیر د موضوع په خاطر د یوه امریکايي سره د پاکستان پټې مرستې

هغه امریکایي چي په کشمیر باندي د هند د واکمنۍ سره مخالف و او د اوږدې مودې را پدې خوایې د حکومتي او نورو مقاماتو د ملاتړ تر لاسه کولو د پاره هلي ځلي کولې په دې اعتراف کړی دی چي په ملیونو ډالره پاکستان او د هغه د جاسوسۍ ادارې په پټه ورکړي دي.

( سید غلام نبي فایي ) پرون د چهارشنبې په ورځ په دې دسیسې باندي اعتراف وکړ او امریکایي چارواکو ویلي دي چي هغه ددې د پاره چي په حکومتي څانګو کي فعالیت وکړي، د پاکستان نه لږترلږه درې نیم ملیون ډالره په پټه اخیستي دي.

امریکایي څارنوال ( نیل میک برایډ ) په یوه بیانیه کي وویل چي ( سید غلام نبي فایي ) په تیرو شلو کالو کي د پاکستان د استخباراتو د ادارې

( آي ایس آي ) نه په ملیونو ډالره اخیستي دي او په دې اړه یې د امریکا حکومت ته درواغ ویلي دي. ( میک برایډ ) وویل چي ( فایي ) هم په پاکستان کي فعالیت کاوه او هم یې په امریکا کي د کانګرس د غړو سره ملاقاتونه کول، د لوړي رتبې د مامورینو غونډي یې رابللې او په واشنګټن کي یې د کشمیر دداعیې په هکله د امریکا د لوړو مقاماتو سره تماس درلود.

پاکستان دا خبره رد کړې ده چی د ( فایي ) یا د هغه د سازمان سره یې اړیکي درلودې.

XS
SM
MD
LG