د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان او امریکا په اړیکو کې تازه ترینګلتیا


د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې مشر، امیر البحر مایک مولن د پاکستان د لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني او د استخباراتو د ادارې مشر جنرال شجاع پاشا سره د خبرو په حال کې
د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې مشر، امیر البحر مایک مولن د پاکستان د لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني او د استخباراتو د ادارې مشر جنرال شجاع پاشا سره د خبرو په حال کې

دامرېکا د جګپوړه نظامی منصبدار تبصرو د واشنګټن اواسلام اباد ترمنځ ترېنګلی اړېکی نورې هم پسی ترېنګلی کړلی.

دامرېکا دلوېودرستېزانو د کومېټی رئېس ماېک ملېن نېغه په نېغه د پاکستان د استخباراتو پراداره باندی تور ولګاوه چې په افغانستان کې دامرېکا پراهدافو د افراطېانو د برېدونو ملاتړ کوی.

دامرېکا غږ مشر خبرېال ګېری تامس وايی برېدونه ، او له هغو نه دناوړه نظآمی او دېپلوماتېکو اغېزو منځته راتللو داپوښتنی راپېدا کړلی چې اېا دافغانستان د حکومت او طآلبانو ترمنځ سولی امکانات شته دی او که نه.

واشنګټن په تدرېج سره، دهغو ادعاګانو په برخه کې خپلو خبرو ته قوت وربښی چې وايی لږ تر لږه د پاکستان د نظآمی استخباراتو ېوشمېر عناصرله هغو افراطی ډلوسره مرسته کوی چې په افغانستان کې جګړه کوي. خو دامرېکا دلوېودرستېزانو د کومېټی رئېس ستر جنرال ماېک ملېن، د پنجشنبی په ورځ دغه خبری په ناڅاپې ډول زېاتی او قوی کړلی. هغه نېغه په نېغه د پاکستان د استخباراتو پراداره باندی تور ولګاوه چې مستقېما ېې خپل ېو متحد ، ېعنی د حقانی له ګوند سره ، په افغانستان کې دامرېکا پراهدافو باندی په کابل اونورو ځاېونو کې دهغوی د برېدونو ملاتړ کړیدی.

ماېک ملېن وايی :

"... د حقانی ډله ، دپاکستان دنظآمی استخباراتو د ریښتینې وسلې په توګه کار کوی. دپا کستان په ملاتړ د حقانی عملېات جنګېالېو پلان جوړ کړ او د لارۍ د بم برېد ېې عملی کړ. هغوی همدارنګه زموږ پرسفارت باندی برېد هم عملی کړ. موږ په دې برخه کې هم باوری معلومات لرو چې هغوی د جون په 28 مه برېد کې، چې دکابل په انټرنېشنل هوټل کې وشو، لاس درلود. پردی سربېره هغوی په څونورو وړو خو موثرو عملېاتو کې هم لاس درلود."

رپوټ وايی چې دغه تورونه ددی سبب شول چې د پاکستان چارواکی په چټک، له غوسی نه ډک او پرېکنده ځواب ورکړی. د پاکستان د لوېودرستېزانود کومېټی رئېس جنرال اشفاق کېانی دنظآمی استخباراتو هرډول ملاتړ د حقانی ډلی ته رد کړ اودغه تبصری ېې په خاصه توګه د اسپانېې دتعمېری مجلس په رڼآ کې چې دده او ستر جنرال ماېک ملېن ترمنځ شوی و، دتاسف وړ وبللی.

د پاکستان اوامرېکا د اړېکو ترمنځ خړپړتېا په دې نېژدی ورځو کې ېوڅه ناڅه مخ په زېاتېدوده. په دې کې ډېر عوامل شامل دی. په پاکستان کې د امرېکا دمرکزی استخباراتو د قراردادی توقېف کېدل، دامرېکا له خوانه په قباېلی سېموکې د بې پېلوټه الوتکېو مکرر برېدونه، په پاکستان کې پر بن لادن باندی دامرېکا چپاو ددې سبب شول چې اړېکی خړی پړی کړی. خو سره له دې هم د د ترهګری خلاف مبارزه کې دنوی همکاری خبری کېدلی.

دامرېکا د بهرنېو چارو دوزارت پخوانی مامور ډاکټر واېن بم چې اوس دمنځنی ختېځ د انستېتېوت غړی دی وايی چې د امرېکا د سمندری قواود ستر جنرال ماېک ملېن تبصری، د پاکستان د پالېسۍ دهغو پېچلو اړخونو په برخه کې دامرېکا رسمی خپګان او غوسه څرګندوی، چې دافغانستان او افراطېت په برخه کې ېې لری.

واېن بم وايی :

"... زه فکر کوم چې موږ له خلکو سره په تېره هغه چې د پاکستان په پوځ کې دی خپه ېو، ځکه موږ فکر کاوه چې ېوڅه کاری اړېکی ورسره لرو. موږ فکر کاوه چې د ېوبل سره تفاهم لرو. اوس موږ دې نتېجی ته رسېدلی ېو چې هغه اړېکی نوری کار نه کوی. دا ښکاره ده چې زمو ږ په لېوالتېا کې داېوقدم پرمختګ دی چې د ېاکستان په وړاندی مخامخ دسختو او سپېنو خبرو کولو درېځ غوره کړو. "

پاکستان له پخواراهېسی احساس کړېدی چې په افغانستان کې ستراتېژېکی ګټی لری. پاکستان په خاصه توګه دېته اندېښمن دی چې ددوی ازلی سېال هند په افغانستان کې ځانله دېپلوماتېک ، سېاسی او اقتصادی ځای پېداکړېدی.

دامرېکا دلوېودرستېزانو د کومېټی رئېس ستر جنرال ماېک ملېن د پاکستان د پالېسی په برخه کې وايی چې د حقانی د ډلی په څېر افرآطی شبکو نه کار اخلی چې خپل نفوذ په کابل کې خوندی کړی.

ماېک ملېن وايی :

"...دوی ښايی په دې عقېده وی چې ددغه راز ډلو نه په کاراخېستلو سره خپل اهداف پر مخ بېولی شی اوېادهغه څه چاره کولی شی چې دوی فکر کوی په سېمه کې دقدرت عدم توازن دی. خو په واقعېت کې دوی خپل شرط باېللی دی. سېمی ته دمرګ ژوبلې په صادرولوسره دوی خپل نړېوال اعتبارته زېانو رسولی دی او ددوی اقتصادی سوکالی ته ېې خطر پېښ کړېدی. ېوازې هغه پرېکړه چې له دغی پالېسی نه لاس واخلی د پاکستان دمثبتی اېنده لپاره لاره خلاصولی شی.

د جورج ټاون د پوهنتون استاده کرېستېن فېر وايی که پاکستان خپله پالېسی بدله نکړی نوامرېکا په واقعېت کې ډېرڅه نشی کولی. موږ د بې پېلوټه الوتکېو د برېدو لاره لرو خو هغه هم ترېوې اندازې د پاکستان په همکاری پورې اړه لری.

رپوټ وايي امرېکا داهېله لرله چې دافغانستان حکومت به دطالبانو له ېوشمېر عناصرو سره سېاسی پخلاېنی ته ورسېږی اوپاکستان داتصورکاوه چې د سولی په دې بهېرکې به ېوڅه نقش ولری.

ډاکټر واېن بم وايی چې دغو هېلو ته د امرېکا پر سفارت برېدونو او د ربانی وژلو سخته ضربه ورکړله. له دېنه داسی معلومېږی چې طالبان دسولی دخبرو لپاره څه خاصه اشتهانلری.

XS
SM
MD
LG