د لاس رسي وړ اتصالات

د القاعده شبکه له پښو ولیدلې ده، پنیتا


په ایبټ آباد کې د بن لادن په کاله باندې د امریکایي ځوانکو د برید نقشه
په ایبټ آباد کې د بن لادن په کاله باندې د امریکایي ځوانکو د برید نقشه

د امریکا د دفاع وزیر وایي، د القاعدې د تباه کولو داسې خاصه طریقه نه شته ، خو د هغې د مشر اسامه بن لادن په وژلو دا ډله پښو لویدلې ده.

لیون پنیتا پرون د جمعې په ورځ وویل، زمونږه لویه کامیابي داده چې مونږه هغه کسان له منځه یوسو چې ددې ډلی روحاني او مفکوروی مشران دي. زمونږ غټ طآقت دی چې دوې ګواښ ضعیف کړو چې دغه ملک ته ګواښ پیښ نه شي کړې.

پنیتا وویل ، هغه باور لري چې د د بن الادن د وژل کیدو نه پس چې تیر کال د مې د میاشتې په دویمه د پاکستان په نظامی ښار ایبټ اباد کې د دامریکا د خاصو قواوو په مخفي عملیاتو کې ووژل شو، امریکا ته خطر نه شته. د ملي استخباراتو د ادارې ریس رابرت کارډیلو هم پرون همدغسې خبرې کړیدي ، وایي، دا آحتمال ډیر لږ دی چې په راتلونکي کال کې دې په امریکا کې بیالوژیکي ، کیمیاوي، اتومي یا د ریډیولاجیکل وسلو حمله وشي.

خو د امریکایي استخباراتو نور مامورینو چې د هویت د نه څرګندولو په شرط یې خبرې کولې، د جمعې په ورځ وویل، د القاعدې اصلی شبکه ښایي د هغسې حملې توان ونلري لکه د یو دپاسه دوه زرم کال د سپتبمر په یوولسمه یې وکړه، خو ددې ترورستي ډلې سره تړلې ډلې او ګروپونه لا هم ګواښ پیښولی شی.

دغو مامورینو، چې د القاعدې یمنئ ډله یواځنی خطرناکه ډله بولي ، وایي د ترورستانو ضد یمنۍ او امریکایي قواوې ورباندې حملی کوی، خو دا ډله ځایونه نیسي او ملګري پیدا کوي .

دغو مامورینو چې خپل نومونه یی ونه ښودل همدغه راز وویل، په اصطلاح د لیونیو لیوانو چې د القاعدې په قدم روان دی، د ترور خطر شته. دوی وویل، د هغو حملو مخنوی سخت دی لکه تیره میاشت چې په فرانسه کې یوه مسلمان جګړه مار وکړه.

واشنګتن پوست د جمعې په ورځ رپوټ ورکړ چې د پاکسان د استخباراتو اداره فکرکوي پاکستان چې امریکا ته یې د بن لادن پته وښوده، د شاباسي مستحق دی.

دغه ورځپاڼه رپوټ ورکوی چې دغه مامورین چې نه غواړی نومونه یی څرګند شي وایي، پاکستاني مامورینو امریکا ته چې د بن لادن استوګنځای پیدا کړي معلومات ورکړل. مګر واشنګتن دغه ادعا ردوي.

XS
SM
MD
LG