د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان : د امریکا سره پر اړیکو د نویو مقرراتو په ړنا کې مزاکرات کوو


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن د پنجشنبې په ورځ وویل چې د پاکستان اوامریکا ترمنځ بحثونه روان دي چې په لړ کې به یې د ناټود اکمالاتو دلاری په خلاصونگ، د معذرت غوښتلو ، بې پیلوټه الوتکو د بمباریو اونور مسایلو په برخه کې د نویو مقرراتو په رڼآکې بحث وشي او دغه بحث به په ډیر روڼوالي سره ترسره شي.

د پاکستان چارواکو غوښتنه کړې وه چې امریکا دي د ناټو د وژونکې هوايي بمبارۍ له امله بې له قید ا و شرط نه معافي وغواړي، خو واشنگټن ېوازي اسلام اباد ته خواخوږي وړاندی کړه. له همدې امله اسلام اباد د دې په بدل کې د ناټو د ځمکنیو اکمالاتو لاره بنده کړه. څرنگه چې د امریکا او اسلام اباد اړیکې ترینگلی شوی نو امریکا پر اسلام اباد هغه 3 میلیارده ډالره نظآمي مرسته بنده کړه چې ژمنه ېې ورسره کړې وه .

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت د خبریالانو دپوښتنو په ځواب کې نن د پنجشنبې په ورځ وویل چې پاکستان له امریکا سره خبرو ته د ټولو مسایلو په برخه کې ادامه ورکوی. په دې برخه کی به فیصله د پاکستان د ملي گټو په نظر کې نیولو سره وشي.

دناټو د هوايي بمبارۍ له امله د پاکستان پارلمان دې ته اړشو چې له امریکا سره د راتلونکو معاملاتو په برخه کې له سره کتنه او ا رزونه وکړی. د پارلمان غړي غوښتنه کوی چې د پاکستان په خاوره کې دي د بې پیلوټه الوتکو بمباري بنده شي. خو امریکا وايي چې د بې پیلوټه الوتکو بمباري چې د پاکستان په شمال لویدیځه برخه کې افراطیان په نښه کوي دالقاعده او طآلبانو دماتولو لپاره قاطع نقش لري.

XS
SM
MD
LG