د لاس رسي وړ اتصالات

د افریدي محاکمې د امریکا او پاکستان اړیکې نوي جنجال ته ننیستلې


د پاکستان ستونزمنې اړیکې له امریکا سره د جنجال تازه پړاو ته نن د پنجشنبی په ورځ ورداخلې شوې. دامریکا دولسي جرګې یوه استاځي خبرداری ورکړ چې امریکا به د پاکستاني ډاکټر شکیل افریدي له محکومولو نه ورو سته په مرستو کې ډير کمي راولي.

ډاکټر شکیل دامریکا د استخباراتو سره د بن لادن په پیدا کولو کې مرسته کړې وه.

پرون د چارشنبې په ورځ هغه په قبایلي محکمه کې دخیانت په تور په 33 کاله بند محکوم شو.

یوه چارواکي وویل چې دا پریکړه ښايی دپاکستان او امریکا اړیکې نورې هم پسي خرابې کړي.

رپوټ وايي چې شکیل افریدي د امریکا داستخباراتو لپاره د واکسین کولو یو پروگرام چلاوه او په دې کی هغه کوښښ کاوه چې هغه ډي آین اې پیداکړي چې د بن لادن موجودیت د ایبټ اباد په ښارکې تثبیت کړي.

پر زندان سر بېره شکیل افرېدی 3500 ډالره ناغه شوی هم دی چی د پاکستان په روپیو کې 320,000 کیږي اوکه جرمانه یې ورنکړله نو دری نېم کاله نوربه هم په زندان کې تېروي. رپوټ وايي چې دغه قانون ډیر زوړ او دانگریزانو د زمانې قانون دی.

رپوټ وايی چې دهغه محاکمه دوه ورځې وروسته له هغه نه اعلان شوله چې دامریکا ولسمشر براک اوباما د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د شیکاګو په غونډه کې له نظره وغورزاوه، البته وروسته له دې نه چې اسلام اباد له دېنه انکاروکړ چې هغه شپږ مېاشتنی بندېز لیري کړي چې دناټو پرزمکنۍ اکمالاتي لاره یې لگولی دی.

رپوټ وايی چې شکیل افریدی ته په دې محاکمه کې د وکیل نېولو حق هم نه وو ورکړل شوی.

XS
SM
MD
LG