د لاس رسي وړ اتصالات

په پېښور کې د امریکا پر قونسلګرۍ ترهګریز برید شوی


په اسلام اباد کې د امریکا سفارت وايي په پیښور کې د امریکا د قونسلگرۍ دوه مامورین او دوه پاکستاني کارکوونکي نن د دوشنبې په ورځ د سفارت د وینا له قراره په ت هګریزې حملې کې زخمی شویدي.

دغه څلورکسه هغه وخت زخمیان شول چې یوه ځان مرگه خپل موټر چې بمونه په کښي وو په پیښور کې، د افغانستان سرحد ته نژدې په نیمه خودمختارې قبایلې سیمې کې د قونسلگرۍ د موټر سره وجنگوی.

سیمه ایزه مامورین وایي لږ تر لږه دوه پاکستانیان په دې حمله کی ووژل شول او څو تنه نور زخمی شول. ددې نه مخکي پاکستاني مامورینو ویلي وو چې یوه ځان مرگه بم چوونکي دوه امریکایان ووژل ، خو د امریکا سفارت سمدستي د امریکایانو د وژل کېدو خبر رد کړ.

پولیس وایي د بم چوونکی په موټر کی یو سلو لس کیلوگرامه چاودېدونکي مواد وو.
XS
SM
MD
LG