د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا به د عمران د حکومت سره څنگه اړېکې ولري؟


په امریکا کې د سیاسي چارو کارپوهان وایي چې په پاکستان کې د نوي حکومت د چوړیدو سره دا امکان هم برابریږي چې کیدی شي د امریکا او پاکستان اړیکې سمې شي.

د پاکستان انتخابات مکمل شویدي، د ٩٥٪ نه زیاتو څوکیو نتایج اعلان شویدي او د عمران خان د گوند غړي د حکومت په جوړولو لگیا دي.

د پاکستان ممکنه نوی صدراعظم په پاکستان کې د هغه په امریکا د سختو نیوکو له کبله هم شهرت لري. هغه سیاست ته د راتگ سره دغه خبره پرله پسې کړيده چې د نړیوالو نه مرستې نه غواړي او د امریکا په جنگ کې نور ځان نه ښکیلوي.

عمران خان د جنرال پرویز مشرف د حکومت د وخت راهیسې د پاکستان د پوځ په قبایلو کې د عملیاتو او د ډرون حملو سخت مخالفت کړیدی.

په امریکا کې هم ډونالډ ټرمپ د پاکستان په اړه څرگند او سخت دریځ خپل کړیدی. د افغانستان لپاره د امریکا د پالیسۍ د اعلان نه وروسته ډونالډ ټرمپ د پاکستان په اړه یو ټویټ هم کړی و چې د هغې نه وروسته امریکا په پاکستان امنیتي مرستې وځنډولی.

په فلوریډا کې د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر محمد تقي وایي چې د امریکا او پاکستان اړېکې په شخصیاتو پورې مربوطې نه وي. هغه وایي چې پاکستان د امریکا د مدار نه وتلی دی او اوس د چین په مدار کې دی.

ډاکټر تقي زیاتوي "د امریکا او پاکستان معامله ډیره کړکیچنه ده. د پاکستان یو خپل حیثیت دی، هغه په افغانستان کې د یو ورانوکي په حیث کار کوي."

په واشنگټن کې د جنوبي اسیا چارو کارپوه مایکل کگلمین وایي چې د عمران خان راتگ د دواړو ملکونو د اړیکو د ښه کولو فرصت برابروي. هغه وایي

"زما په فکر د امریکا او پاکستان اړیکې به هیڅ فرق ونکړي ځکه چې دغه اړیکې پوځ په لاس کې دی. خو دا د عمران لپاره یوه موقع هم ده ځکه چې امریکا د طالبانو سره خبرې پیل کړیدي"

هغه وویل چې عمران خان د پوځ سره ښه اړیکي لري او هغه کولی شي چې د خپل نفوذ نه کار واخلي او په افغانستان کې د سولې لپاره خپل رول ولوبوي.

عمران خان د انتخاباتو د نتایجو نه وروسته ملت ته په وینا کې وویل چې د گاونډي ملکونو سره ښې اړیکې او د امریکا سره د مساوات په اساس اړېکې غواړي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG