د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د پاکستان نه غوښتي چې د ملکی خلکو د وژلو تحقیقات دې وکړي


امریکا د پاکستان نه غوښتي چې د ملکی خلکو د وژلو تحقیقات دې وکړي
امریکا د پاکستان نه غوښتي چې د ملکی خلکو د وژلو تحقیقات دې وکړي

امریکا او د بشري حقوقو مؤسسو د پاکستان د حکومت نه غوښتي دي چی د محکمې پرته د خلکو د وژلو په باب دي تحقیقات وکړي.

دا وروسته له هغه چی په یوې ویډیو کي چی په انټرنیټ کي خپره شوې، دا وښودل شول چې پاکستاني عسکر ملکي خلک وژني." د پښتنو د نړیوالې ټولنې" په نامه یوې ټولنې دا ویډیو د ( فېس بوک ) په انټرنیټي ویب پاڼه کی خپره کړېده.

رپوټونه وایي چی په دغه پنځه دقیقه یي ویډیو کي هغه سړي ښودل کیږي چی د پاکستان د عسکرو جامې یې اغوستي دي او په پنځو تنو باندي چی سترګي یې تړل شوي او ملکي جامې یې اغوستي دي، ډزي کوي. ویل کیږی چی دا پېښه د سوات په ناوه کي چی اردو تیر کال په طالبانو باندي تعرضي حملې پیل کړې، شوې ده. د پاکستان اردو وایي چی دا ویډیو جعلي ده.

امریکایي چارواکي وایی چی دوی په دې باب د پاکستان د حکومت سره تماس نیولی او هغه یې دې ته هڅولی دی چی تحقیقات وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت نطاق ( پي، جې کراولي ) پرون د پنجشنبې په ورځ وویل چی امریکا په بشري حقوقو باندی د تیریو ټولي آوازې ډیري جدی بولي.

د عفوي بین المللي موسسې هم ویلي دی چی ددې ویډیو په لیدو سره « سخته متاثره شوې ده » او د تحقیقاتو غوښتنه یې کړې ده.

XS
SM
MD
LG