د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا حماس ته د پیسو لیږلو سره د مقابلې لپاره نړیوال کاري ځواک اعلان کړ


یوه ډله خلک د جرمني د برلین په ښار کې په اسرائیل د اکټوبر ۷ مې بریدونه د یاد په خاطر راټول شوي.
یوه ډله خلک د جرمني د برلین په ښار کې په اسرائیل د اکټوبر ۷ مې بریدونه د یاد په خاطر راټول شوي.

متحده ایالاتو دوشنبه نومبر ۲۷ (لیندۍ۶) اعلان وکړ چې په اسرائیل د حماس برید څخه وروسته چې د اسرائیل چارواکو په وینا ۱۲ سوه کسان پکې ووژل شول، د خپلو شریکانو سره په ګډه یې نړیوال کاري ځواک جوړ کړی تر څو دې فلسطینۍ وسله والې ډلې ته د پیسو د ورتګ مخه ونیسي.

واشنګټن او یو شمیر نور لویدیځ هیوادونه حماس د یو ترهګر سازمان په توګه پیژني او د اکټوبر ۷ مې نیټې برید څخه وروسته، امریکا، بریتانیې او یو شمیر نورور هیوادونو کوښښ کاوه د حماس په ډلې د مالي مرستو مخه ونیسي.

د امریکا د خزانې وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا کاري ځواک به د ترهګرۍ پر ضد مبارزې چارې هم پر مخ وړي.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې دا نړیوال کاري ځواک به د ترهګرو مالي چارو اړوندو موضوعاتو په هکله د استخباراتي معلوماتو شریکول ډیر کړي او د اضافي کړنو او شراکت لپاره به په غوره لارو چارو او فرصتونو بحثونه وکړي.

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت همدارنګه ویلي چې دا کاري ځواک به د مالي استخباراتي واحدونو، دولتي مقاماتو او خصوصي سکتور تر منځ اړیکې لا غښتلي کړي تر څو د ترهګرۍ ګواښ ته ځواب وویل شي.

پدې نوي کاري ځواک کې د اسټرالیا، کاناډا، استونیا، فرانسې، جرمني، اسرائیل، لیختن اشتاین، لکزامبورګ، هالنډ، نیوزلینډ، سویټزرلینډ، بریتانیې ، متحده ایالاتو او نورو هیوادونو د مالي استخباراتي واحدونه برخه ولري.

حماس د اکتوبر په اوومې نېټې په اسرائيل باندې بریدونه وکړل، اسرائيلي مقامات وايي په دغو بریدونو کې ۱۲۰۰ اسرائیلیان وژل شوي او حماس ۲۴۰ تنه یرغمل کړل.

په غزه کې د روغتیا وزارت مقامات وايي چې د اسرائیل په بریدونو کې څه باندې ۱۲۰۰۰ خلک وژل شوي دي چې اکثریت یې ولسي خلک دي. کومې خپلواکې سرچېنې دا ارقام نه دي‌ تائید کړي.

واشنګټن د دې برید څخه وروسته د حماس په ډلې درې ځله بندیزونه ولګول چې تازه یې د همدې روانې نومبر میاشتې په ۱۵ مې نیټې ولګول شول.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا بندیزونه یې د بریتانیا سره په مشورې لګولي دي. دا بندیزونه هغه لارې چارې او میکانیزمونه په نښه کوي چې ایران پرې له حماس او اسلامي جهاد ډلې ته مرستې برابروي.

د امریکا د بندیزونو په دغه لست کې د حماس او فلسطین د اسلامي جهاد ځینې مشران هم شامل دي. همدغه راز په لبنان کې د اسعارو د تبادلې یو شرکت "نبیل شومان او کمپني" یې او مشر او بنسټګر یې هم د امریکا د بندیزونو په لست کې شامل شوی دی.

د امریکا د مالیې وزارت دغه شرکت تورن کړی دی چې حماس ته یې لسګونه میلیون ډالر استولي دي. امریکا په خپلې خاورې کې د ټولو هغو افرادو او شرکتونو جایدادونو او شتمنۍ ګنګولي چې د بندیزونو په لست کې دي.

امریکا، چې حماس یوه ترهګره ډله بولي، تر دې مخکې یې هم په دغې ډلې باندې بندیزونه لګولي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG