د لاس رسي وړ اتصالات

متحده ایالاتو له نایجر سره خپلې مرستې ودرولې


د متحده ایالاتو حکومت وايي پر نایجر یې وروسته له هغه خپلې ټولې مرستې درولي چې په دغه بې وزلي افریقايي هېواد کې د پوځي کودتا مشرانو منتخب ولسمشر ته د واک د بیرته سپارلو څخه انکار وکړ.

د نایجر پوځ د جولای په ۲۶ اعلان وکړ چې د ولسمشر محمد بازوم حکومت یې د یوې کودتا په نتیجه کې نسکور کړی او د هېواد واک یې په لاس کې اخیستی دی.

واک ته د ولسمشر بازوم د بیرته ستنولو دپاره د یکشنبې ورځ اګست شپږمه (زمري ۱۵) ضرب الاجل ټاکل شوی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر نایجر د مرستو درول "موقتي اقدام" بللی دی.

ددغه وزارت ویاند ماتیو میلر د دوشنبې په ورځ اګست اوومه (زمري ۱۶) رسنیو ته وویل: "[د مرستو بندول] موقتي ګام دی او موږ تمه لرو چې بدلون راشي. که چیرې سبا پوځي مشران یو لورې ته شي او اساسي قانون دوباره نافذ کړي نو دا بندیز به هم لیرې شي... په سلګونو میلیونه ډالر په خطر کې دي."

امریکا او څو نورو هېوادونو ویلي چې په بهرنیو مرستو متکي دغه هېواد کې روان حالت له نږدې څاري.

د نایجر د کودتا مشرانو د سیمې د هېوادونو او لویدیځ له خوا د پوځي اقدام خبرداری بابېزه ګڼلی او ولسمشر بازوم یې په پلازمینه نیامي کې په خپل کور کې نظربند کړی دی.

د کودتا کوونکو د ډلې ویاند امادو عبدالرحمان د ختیځې افریقا او نړیوالې ټولنې دریځ په نایجر کې "بهرنۍ لاسوهنه" بللې او خبرداری یې ورکړی چې دا به یې د هېواد دپاره "ویجاړوونکې پایلې" ولري.

نایجر د ساحل په بې ثباته سیمه کې د امریکا یو کلیدي ملګری هیواد بلل کیږي. د امریکا دفاع وزارت ویلي چې پدغه هیواد کې د امریکا د سلګونو پوځیانو په موقعیت کې بدلون نه راځي.

شنونکي وايي د نایجر کودتا کوونکي په بورکېنا فاسو، مالي او ګیني کې ملاتړي لري او له هغوی سره یې غونډې کړي دي.

د چټم هاوس څېړنیز مرکز غړی الیکس واینز وايي: "دوی د سیمه ییزې اقتصادي ټولنې لخوا د لاسوهنې او هلته د ولسواکۍ د بېرته راګرځولو په اړه وېره لري. دا هغه څه دي چې دوی پرې باور نلري. زما اندازه دا ده چې دوی د ولسواکۍ د پروسې او با مسوولیته حکومت ساتلو دپاره پر ارزښتونو ولاړې مداخلې څخه ویره لري."

ښاغلی واینز وايي، دا چې په دغه سیمه کې د لویدیځ خلاف احساسات موجود دي، نو د امریکا، فرانسې او نورو لویدیځو هېوادونو له خوا اقدام ښايي "ناسم پوهاوی" ایجاد کړي.

نوموړی زیاتوي: "له دې امله د امریکا د دفاع وزارت لپاره عملي خبره همدا ده چې خپل خلک په سیمه کې وساتي او د منځګړیتوب، سیاست او پوځي مداخلي د امکاناتو سره سره حالات وڅاري."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG