د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران ګواښ: امریکا د پمپیو او هوک د امنیت لپاره د میاشتې دوه میلیون ډالر لګوي 


د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پمپیو
د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پمپیو

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت وایي د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر مایک پمپیو او د ایران په چارو کې د امریکا د استازي براین هوک د ۲۴ ساعته امنیت د تامینولو لپاره په میاشت کې څه دپاسه دوه میلیون ډالر لګوي.

دغه وزارت ویلي چې د ایران له لورې دغو دوو امریکایي مقاماتو ته جدي او باوري ګواښونه متوجه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یو رپوټ کې د امریکا ګانګرس ته ویلي چې ددغو دوو امریکایي پخوانیو مقاماتو د ساتنې لګښت د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه د ۲۰۲۲ کال تر فبرورۍ پورې ۱۳.۱ میلیون ډالرو ته رسیدلی دی.

اسوشیتد پرس دغه رپوټ ترلاسه کړی چې تاریخ یې د فبرورۍ ۱۴ و او "حساس خو غیر محرم" ګڼل شوی دی.

پمپیو او هوک، د ایران پر ضد د ډونالډ ټرمپ د ادارې د اکثر فشار رهبري کوله، او د بهرنیو چارو وزارت رپوټ ویلي دي چې د استخباراتي ارزونو څخه جوتیږي چې ددغو دوو مقاماتو په وړاندې ګواښونه ثابت پاته دي او احتمال شته چې زیات شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دپلوماتیک امنیت اداره د معمول سره سم د ښاغلي پمپیو لپاره چې دنده یې پای ته رسیدلې ۱۸۰ ورځې حفاظت برابر کړ. خو دغه ساتنه د بهرنیو ګواښونو په دلیل په پرله پسې توګه د ۶۰ ورځو لپاره وغځول شول.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، د موجودو ګواښونو او په پخوانۍ ادارې کې د ایران په وړاندې د ښاغلي هوک د رول په دلیل د هغه ۲۴ ساعته امنیت هم د پرله پسې ۶۰ ورځو لپاره وغځوه.

وروستۍ۶۰ ورځې تمدید ژر په خلاصیدو دی او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت باید د ملي استخباراتو د ریاست سره په ګډه د مارچ تر ۱۶ تصمیم ونیسي ایا دغه امنیتي حفاظتي بسته وغځوي او که نه.

دا رپوټ پدې خاطر برابر شوی چې د ځانګړې ساتنې بودجه د جون په میاشت کې په بشپړه توګه مصرفیږي او د هغې د غزولو لپاره نوې بودجې ته اړتیا ده.

د متحده ایالاتو پخوانیو مقاماتو ویلي چې دغو مقاماتو ته د تهدید موضوع باندې په ویانا کې د اټومي مذاکراتو په ترڅ کې خبرې شوې دي؛ چیرته چې ایران د ټولو بندیزونو لرې کول غوښتي چې ښاغلي ټرمپ په ایران لګولي دي.

پدغو بندیزونو کې په بهرنیو تروریستي سازمانونو کې د ایران د سپاه پاسداران د نوم شاملول شته چې ښاغلي پمپیو او هوک د هغې په تصویبولو کې مهم رول درلود.

XS
SM
MD
LG