د امریکا د متحدو ایالتونو د جګړې وزارت د خپلو بېپیلوټه الوتکو یا ډرونونو د پروګرامونو مدیریت لپاره یوه نوې اداره جوړه کړې ده.
د دې ادارې په دندو کې د خپلواکو (اتومات) وړتیاوو پراختیا او پېرود هم شامل دی څو د امریکا پوځ د خپلو سیالانو پر وړاندې خپله «پریکنده» برتري وساتي.
دا نوې اداره به د بېپیلوټه سیسټمونو لپاره د مستقیم راپور د پورټفولیو مدیریت په نوم یاده شي او د ټولو پوځي ډرونونو او خپلواکو سیسټمونو څارنه به کوي څو د امریکا د ډرونونو برلاسی یقیني کړي. دغه نوی لوړپوړی مقام به «ټول بېپیلوټه او خپلواک سیسټمونه» تر خپل مدیریت لاندې راولي او د جګړې وزارت مرستیال ته به مستقیم راپور ورکوي.
د امریکا د جګړې وزارت وایي د دې ستراتیژیک لومړیتوب موخه دا ده چې د خپلواکو وړتیاوو پراختیا، پېرود او په پراخه کچه ځای پر ځای کول په چټکۍ سره تر سره شي.
دا پرمختګ په داسې مهال کېږي چې په وروستیو کلونو کې د ارزانه ډرونونو کارونې پر معاصرو جګړو ژور اغېز کړی دی، چې د اوکراین جګړه، د اذربایجان او ارمنستان شخړه، او په دې وروستیو کې د منځني ختیځ جګړې یې بېلګې دي.
د پنټاګون ویاند شان پارنېل د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل:«ډرونونه او خپلواک سیسټمونه د دې نسل تر ټولو مهمه او اغېزناکه جګړهییزه نوښتګري ګڼل کیږي.»
هغه زیاته کړه: "سیال هېوادونه په ګډه هر کال په ټولو برخو کې میلیونونه بېپیلوټه سیسټمونه تولیدوي. په داسې حال کې چې په تېرو درېیو کلونو کې د نړۍ پوځي تولید په بېساري ډول زیات شوی، متحده ایالتونه باید د وخت له غوښتنو سره سم په چټکۍ عمل وکړي، څو دا وړتیاوې په پراخه کچه ځای پر ځای او خپله تاکتیکي او ستراتیژیکه برتري خوندي کړي."
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) د اپرېل په میاشت کې اعلان وکړ چې د لومړي ځل لپاره یې په جګړه کې یې د ټیټ لګښت هوايي برید کوونکي ډرونونه وکارول او په دې برخه کې یې تاریخي ګام پورته کړ.
د سنټکام قوماندان اډمیرل براد کوپر وویل:«نن ورځ سلګونه امریکایي ډرونونه د ایران پر وړاندې د برید او دفاع په عملیاتي څانګو کې په بشپړه توګه مدغم شوي دي. دا درونونه پر ځمکه، هوا، سمندر، او د سمندر لاندې زموږ د پوځي موخو د ملاتړ لپاره فعالیت کوي.»
د سنټکام قوماندان اډمیرل براد کوپر د مې په ۱۴مه، د امریکا د سنا مجلس په یوې استماعیه غونډه کې قانون جوړونکو ته وویل چې امریکا د ایران پر وړاندې د ډرون جګړې په برخه کې «د لګښت بڼه او معادله بدله کړې ده.»
هغه وویل:«هغه ورځې تېرې شوې چې د ارزانه هدفونو د ویشتلو لپاره به مو د لوړ ارزښت دفاعي وسایل کارول.»
هغه همدارنګه زیاته کړه:«نن ورځ موږ د هغو ډرونونو له زیاتېدونکي ګواښ سره مخ یو چې ډېر پرمختللي دي، جېټ انجنونه لري، پرمختللي حسکوونکي (سینسرونه)، د الکترونیکي جګړې وړتیاوې او د سیګنالونو د استخباراتو امکانات لري.»
ددې وزارت له خوا د ۲۰۲۷ مالي کال د بودجې په غوښتنه کې د ډرونونو او د ډرون ضد ټکنالوژیو لپاره له ۷۴ میلیاردو ډالرو څخه د زیاتې بودجې غوښتنه شوې ده.
فورم \ دبحث خونه