د لاس رسي وړ اتصالات

متحده ایالاتو د اوکراین سره د ۲۰۵ ملیون ډالرو اضافي بشري مرستو ژمنه وکړله


متحده ایالاتو جمعه جون ۱۶ (غبرګولي۲۶) د اوکراین سره د ۲۰۵ ملیون ډالرو په ارزښت د بشري مرستو ژمنه اعلان کړه چې له مخې به یې دې هیواد ته خوراکي مواد، د څښاک اوبه، سرپناوې او د ژوند نور مهم لوازم برابر شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین وویل چې د متحده ایالاتو د مرستو هدف په ټولیزه توګه د اوکراین امنیتي وضعیت سره مرسته کول دي چې اقتصادي بیا رغونه، د برښنا خوندیتوت او هغه بشري ناورین په مقابل کې دریدل دي چې د روسیې د جګړې له کبله پدې هیواد کې رامنځته شوی.

ښاغلي بلنکین د نورو هیوادونو د مرستو هرکلی هم وکړ او د ځینو نورو څخه یې وغوښتل چې په اوکراین او سیمې کې د جدي بشري ناورین سره مبارزې کولو لپاره اخلاصمندانه مرستې وکړي.

پدې تازه مرستو سره د روان مالي کال د پیل راهیسې اوکراین سره د متحده ایالاتو بشري مرستې ۶۰۵ میلیون ډالرو ته ورسیدې او د ۲۰۲۱ کال د فبروري میاشتې راپدیخوا چې روسیې په ګانډي هیواد اوکراین یرغل کړی، واشنګټن د کیف سره ۲.۱ میلیارد ډالره بشري مرستې کړي.

متحده ایالات داسې وخت د اوکراین سره د نویو بشري مرستو اعلان کوي چې هاخوا اروپایي کمیسیون هم د راتلونکو کالونو لپاره د اوکراین لپاره د اضافي بودجې غوښتنه کړې.

د اوسني پلان له مخې اروپایي اتحادیه سږ کال اوکراین ته ۱۹.۸ میلیارد ډالر ورکوي خو د اوږد مهال حل لپاره پلان جوړوي چې اوکراین وکړی شي د روسیې د یرغل په مقابل کې د مالي ستونزو سره مخ نشي.

د اروپایي کمیسیون اجرائیوي مرستیال والدیس دومبرووسکس د جمعې په ورځ وویل چې اروپایي اتحادیه چمتو ده اوکراین ته تر ۲۰۲۳ میلادي کال وروسته هم دوامدار او د وړاند وینې وړ مالي مرستې برابرې کړي تر څو دا هیواد وکړی شي مالي ثبات ولري او بیارغونه پرې وکړي.

د متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیې لخوا د مرستو د دې اعلان تر څنګ د جرمني د دفاع وزیر بوریس پوستوریوس د جمعې په ورځ په خبري کنفرانس کې وویل چې د ناټو متحدین ښایي چمتو وي چې پدې سازمان کې د اوکراین د یو ځای کیدو لپاره شرایط برابر کړي.

د ښاغلي پوستوریوس د څرګندونو څخه وړاندې په مطبوعاتو کې داسې ویل شوي و چې متحده ایالات پدې کې ستونزه نلري که کیف په رسمي توګه د ناټو سره د یو ځای کیدو پروسه پیل کړي.

اروپایي پارلمان هم تیره ورځ یو پریکړه لیک منظور کړ چې پکې غوښتل شوي په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسیدو څخه وروسته دا هیواد په ناټو کې ومني.

په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب پر سر لا هم د دې سازمان ټولي غړي موافقه نلري او سره لدې چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د ناټو د عمومي منشي د څرګندونو ملاتړ کوي خو د دې سازمان سره د اوکراین د غړیتوب عملي پلان سره یې موافقه نده کړې.

په عین حال کې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د جمعې په ورځ خبرداری ورکړی چې د دې جدي خطر شته چې د اوکراین پر ضد د روسیې په جګړې به د ناټو سازمان ډیر راښکیل شي.

ولادمیر پوتین پخپلو خبرو کې دا هم وویل چې د اوکراین نظامي تجهیزات مخ په خلاصیدو دي او په بشپړه توګه د لویدیځ په نظامي وسایلو متکي دی.

پوتین زیاته کړه، "ټول هغه شیان چې دوي (اوکراین) پرې جګړه کوي او د هر شي څخه چې ګټه اخلي، د بهر څخه راځي. تاسو د ډیر وخت لپاره پدې توګه جګړه نشئ کولی".

سره لدې چې پوتین وویل اوکراین د روسي ځواکونو په خلاف تعرضي عملیاتو کې ناکام شوی خو خپلواک نظامي مبصرین بیا پدې باور دي چې د اوکراین پوځ پدې تیرو ۱۶ میاشتو کې د روسیې ستر پوځ مغلوب کړی او هغوي یې مجبور کړي چې د کیف، خرسون او خارکیف ښارونو د شاوخوا څخه په شا شي.

XS
SM
MD
LG