د لاس رسي وړ اتصالات

رامني د نوماندۍ وروسته په کلیدي ایالتونو کې کمپاین پیل کړ


د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د جمهوري غوښتونګي ګوند کاندید میت رامني نن د جمعې په ورځ د ګوندي غونډې وروسته په هغو ایالتونو کې خپل کمپاین پیل کړ چې د نومبر په میاشت کې به د ولسمشر اوباما په مقابل کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې مهم ثابت شي.

ښاغلی رامني به د خپل مرستیال پال راین سره یوځای د فلوریډا، ورجینیا او اوهایوو په ایالتونو کې د کمپاین غونډې جوړې کړي. رامني پرون د پنجشنبې په شپه د ګوند له خوا نوماندېدل ومنل او هوډ یې وکړ چې په امریکا کې به پخوانی حالت بیرته حاکموي.


ښاغلي رامني د فلوریډا ایالت د ټیمپا په ښار کې د جمهوري غوښتونکو په ملي غونډه کې وویل چې کاش ولسمشر اوباما په خپلو ۴ کلونو کې بریالی شوی وای ځکه هغه غواړي چې امریکا بریالۍ وي خو ښاغلي رامني وویل چې د ولسمشر اوباما ژمنو مایوسي او نفاق رامنځ ته کړ او امریکایان د دې سزاوار نه دي.
XS
SM
MD
LG