د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي چارواکو له ټاکنو وړاندې سیاسي تاوتریخوالی غندلی


د امریکا د سنا او استازو د جرګې د غړو د ټاکلو دپاره د نومبر په اتمه ټاکنې کیږي، خو له وخت مخکې رایه اچونه لا له وړاندې په ټول کې هیواد کې پیل شوېده. 
د امریکا د سنا او استازو د جرګې د غړو د ټاکلو دپاره د نومبر په اتمه ټاکنې کیږي، خو له وخت مخکې رایه اچونه لا له وړاندې په ټول کې هیواد کې پیل شوېده. 

د متحده ایالاتو د کانګرس د راتلونکې اونۍ پر منځماله ټاکنو باندې سیاسي تاوتریخوالي سیوری غوړولی دی.

د جمعې په ورځ یو برید کوونکي د استازو د مجلس د مشرې نانسي پلوسي په کور برید وکړ. له دغه برید وروسته د ټاکنو په ورځ د ممکنه سیاسي تاوتریخوالي په هکله اندېښنې پیدا شویدي.

د جمعې په ورځ د امریکا د کانګرس د استازو د مجلس د مشرې په کور دغه برید، د راتلونکو ټاکنو په درشل کې امریکایان سره ویشلي دي.

په سانفرانسیسکو کې د پلوسي په کور برید کې د هغې ۸۲ کلن میړه سخت ټپي شوی دی. ددغه ښار پولیسو دا پېښه د امریکا پر منتخبو چارواکو باندې د برید یو قصدي عمل بللی.

ولسمشر جو بایډن هم دغه برید وغانده. هغه وویل: "دا ډول بریدونه نور د تحمل وړ ندي. د هر ښه ضمیر لرونکي شخص باید په واضح توګه او له کوم ابهام پرته خپل سیاسي لیدلوري ته په نه کتو سره، زمونږ په سیاست کې د تاوتریخوالي په وړاندې ودریږي. په دې کار کې موږ ټول د امریکایانو په توګه شریک یو."

پخواني ولسمشر بارک اوباما د مېرمن پلوسي پر کور برید د غندنې تر څنګ ویلي چې ځينې موجود چارواکي او یو شمیر نور کسان قدرت ته د رسېدو دپاره په ټولنه کې د درز د رامنځته کولو هڅه کوي.

څېړونکي وايي، تاوتریخوالی له بیلابیلو خواوو رامنځته کیږي. د اوړي‌ په میاشتو کې د سترې محکمې هغو محافظه کاره قاضیانو د مرګ ګواښونه ترلاسه کړل چې د سقط جنین د حق د خوندیتوب په اړه یې قانون لغوه کړ.

جمهوري غوښتونکو هم خپله اندېښنه څرګنده کړېده. د سنا د اقلیت مشر میچ مککانل هم په یوه ټویټ کې د آغلې پلوسي له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړېده.

پخواني مرستیال ولسمشر مایک پنس په یوه ټویټ کې لیکلي دي چې د دولتي چارواکو او د دوی د کورنیو پرضد تاوتریخوالی د تحمل وړ ندی.

پخواني ولسمشر ډونالډ ترمپ له لنډې خاموشۍ وروسته دغه برید یو خراب کار بللی دی.

ټرمپ د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په شپږمه وروسته له هغه له ټویټر څخه لرې کړل شو چې د دغې شبکې د چارواکو په نظر، پیغامونو یې، پلویان د امریکا په کانګرس باندې برید کولو ته هڅول. ټرمپ ادعا درلوده چې ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې درغلي شوې وه. د هغه ځینو ټویټونو د هغه مرستیال مایک پنس چې د رایو د تصدیق په پروسه کې د ټرمپ په پلوي له کار کولو انکار وکړ، په نښه کاوه.

ځینې منتقدین د کانګرس د غړو د ټاکنو لپاره په کېدونکو ټاکنو کې، ټرمپ د تشنج د فضا په رامنځته کولو ګرم بولي.

امریکايي میلیاردر ایلن ماسک چې څو ورځې مخکې یې ټویټر وپېروده، د آغلي پلوسي په خاوند باندې د برید په اړه د یوې بې اساسه اوازې په هکله یو لینک ټویټ کړ. خو وروسته یې دغه لینک ځکه لرې کړ چې د منتقدینو په خبره د برید په اړه یې ناسم معلومات خپرول.

ښاغلي ماسک داسې اشاره رسولې چې دی به ټرمپ بیرته ټویټر ته راولي.

د بروکنګز د څېړنیز بنسټ غړي ډېریل ویست په دې اړه وویل: "ټویټر ته د ټرمپ د بیرته راتلو احتمال ډیر خلک اندېښمن کړيدي، دوی وايي‌ د ټرمپ راتګ به اوسنی قطبي شوی چاپیریال نور هم خراب کړي او موجوده شدیده لفاظي به تاوتریخوالي ته لاره هواره کړي او په راتلونکي کې به د نور تاوتریخوالي سبب شي."

د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت ژمنه کړېده چې ټولو ته به د ازادې او منصفانه رایې اچونې زمینه برابره کړي او د رایې ورکونکو تهدیدول به تحمل نه کړي.

په اریزونا کې چارواکو وروسته له هغه د رایو د صندوقونو او رایې ورکونکو د خوندیتوب لپاره اقدامات زیات کړیدي چې ځیني خلکو رایه ورکوونکي ګواښلي دي. د وسکانسن په ایالت کې هم د ټاکنو کارکونکو ویلي چې د ټاکنو د یوې سختې ورځې لپاره چمتووالی نیسي.

شنونکي وايي، د افراطیانو د ګواښونو په وړاندې غوره لار په ټاکنو کې د لازیاتو خلکو ګډون دی.

د بروکنګز د څېړنیز مرکز د سیاسي چارو شنونکی ډریل ویست د حل لارې په توګه په سیاسي بهیر کې د خلکو پر ونډه اخیستلو باندې ټینګار کوي. هغه وویل: "په هرې اندازې چې زیات خلک په سیاسي پروسې کې برخه واخلي زمونږ سیستم به هماغې اندازې غښتلي وي او دا به افراطي غږونه غلي کړي."

ښاغلی ویست وايي، د همدې په خاطر باید خلک رایه ورکړي. دوی باید خپل نظریات په سوله ایز ډول وښيي، چې د ویست په نظر، دا کار د هېواد د وضعیت له ښه کېدو سره مرسته کوي.

د امریکا د سنا او استازو د جرګې د غړو د ټاکلو دپاره د نومبر په اتمه ټاکنې کیږي، خو له وخت مخکې رایه اچونه لا له وړاندې په ټول کې هیواد کې پیل شوېده.

XS
SM
MD
LG