د امریکا د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو دپاره په ولاړو جمهوري غوښتونکو کاندیدانو کې ډونالد ټرمپ بیا هم د پلویانو له لحاظه تر ټولو کاندیدانو مخکي دی. په عین حال کې د هیلري کلینټن د ملاتړو شمیر مخ په کمیدو دی.
د واشنګټن پوسټ او اې بي سي په یوې نوې سروې کې چې نتایج یې نن د دوشنبې په ورځ خپاره شول، ۳۳ فیصده جمهوري غوښتونکو ویلي دي چې دوي به ټرمپ ته رایه ورکړي. د جولای په میاشت کې بیا ۲۴ فیصده جمهوري غوښتونکو ویلي وو چې دوي به په ۲۰۱۶ کال کې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ډونالډ ټرمپ ته رایه ورکړي.
پخوانی د عصبي امراضو جراح، بن کارسن د جمهوري غوښتونکو په سیالۍ کې په دویم مقام کې دی او د پلویانو فیصدي یې د ۶ نه ۲۰ فیصدو ته لوړه شوې ده.
نور پاته کاندیدان د بن کارسن او ډونالډ ټرمپ څخه ډير شاته پاته دي. دا په داسې حال کې ده چې جمهوري غوښتونکي کاندیدان د چارشنبې په ماښام دویمې تلویزوني مباحثې ته آماده ګي نیسي.
په دې وروستۍ سروې کې د فلوریډا پخوانی والي جب بوش ۹ فیصده پلویان لري، د ټکساس او فلوریډا سناتوران ټیډ کروز، او مارکو روبیو هر یو ۷ فیصده پلویان لري.
د هیلیري کلینټن ملاتړ مخ په کمېدو دی
د بلي خوا د ډیموکرات ګوند په کاندیدانو کې بیا د هیلیري کلینټن ملاتړ مخ په کمېدو دی خو بیا هم د خپل سیال، د ویرمانت د سناتور برني سندرس څخه مخکي ده. ښاغلی سندرس ۲۸ فیصده پلویان لري، په داسې حال کې چې د هلیري کلینټن څخه بیا ۵۶ فیصده ډیموکراتان ملاتړ کوي.
خو که چیري د ولسمشر اوباما مرستیال جو بایډڼ ځان کاندید کړي چې تراوسه پوري یې رسما اعلان نه دی کړی، نو د هغه دا پریکړه به د میرمن کلینټن د ملاتړ پر فیصدۍ باندې تاثیر وکړي.
کله چې په سروې کې بایډن هم د یوه انتخاب په توګه یاد سو نو ۴۲ فیصدو ډیموکراتان وویل چې هیلري کلینټن ته به رایه ورکړي او ۲۱فیصدو نورو وویل چې سناتور سندرس ته به رایه ورکړي.