د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر اوباما د بریا نه وروسته د جمهوري غوښتونکو سره کار کول غواړي


په داسي حال کې چې په امریکې کې د جمهوري رېاست ټولټاکنې پای ته رسېدلي او نتیجه یې اعلان شوه، منتخب ولسمشر بارک اوباما خپله ټوله پاملرنه د کانگرس دمشرانو سره د امریکا د زښتو پراخو پورونو او د بودیجې د کسر د کمولو په لوري اړولې.

سپینه ماڼۍ وایې چې ښاغلي اوباما د کانگرس ریْس جان بینر سره بیگاه په تلیفون خبري وکړې او د یو لړعاجلو اقداماتو په باب یې ورسره بحث وکړ.

ښاغلی اوباما کوښښ کوي چې د روان کال د پای نه مخکي د کانگرس مشرانو سره یوې موافقې ته ورسېږي تر څو په آتوماتیک توگه په خلکو باندې د مالیې د لوړیدواو حکومتی بودجی د کمیدلو مخه ونیول شي.

اقتصاد پوهانو خبرداری ورکړی دی چې که کانگرس او حکومت ژرکومې موافقې ته سره ونه رسیدل، نو په امریکا کې به اقتصادي رکود رامنځ ته شي.

اوباما وړاندېز کړی دی چې هغه بډایه امریکایان چې په کال کې د دوه سوه پنځوس زرو ډالرو نه زیات عاید ولري باېد لوړه مالیه ورکړي، خو په کانگرس کې د جمهوري گوند مشران د اوباما د پلان سره ډیر کلک مخالفت ښیې او وایې چې په ټولو خلکو باندې دې ېو شان د مالیې بوج تقسیم شي، د سوشل سېکوریتي یا عامه مصونیت پروګرم او مېډېکېر یا روغتیايي مرستو پروگرامونه دي ا صلاح شي. حکومت هرکال په دغو دواړو پروگرامونو باندې په میلونو ډالر لگوي.

دامریکا د کانگرس ریْس د ولسمشر اوباما سره د تلیفونی خبرو نه وروسته خبرېالانو ته داسي وویل:،، دا چې اوس ولسمشر د مالیې د قانون د اصلاح کولو لپاره آمادگي ښوولی او د مالیاتو د اندازې د کمولو خبره یې منلی، نو د جمهوری گوند مشران چمتو دي چې د نورو عوایدو دپیدا کولو په اړه ورسره خبري وکړی، خو په دې شرط چې دا نوي عواید د اصلاحاتو راوستلو له لارې حاصل شي.،،

ټاکل شوې چې دواړه مشران به ژر د یوه بل سره مخامخ وگوري.
XS
SM
MD
LG