د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو: شمالی کوریا له امریکا سره د وېتنام په څېر اړیکی درلودلی شي


 د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دهانوی په میټروپول هوټل کې د سوداگرو ټولنې ته خبری کوي؛ د جولای اتمه ٢٠١٨
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دهانوی په میټروپول هوټل کې د سوداگرو ټولنې ته خبری کوي؛ د جولای اتمه ٢٠١٨

متحده ایالاتو، جاپان او جنوبي کوریا پر خپلې هغې ژمنې بیا ټینګار کړی چې په بشپړ ډول د آټومي وسلو د له منځه وړلو لپاره به په شمالي کوریا بندیزونه دوام وکړي.

دغو دری واړو هیوادونو متحده ایالاتو، جاپان او جنوبي کوریا دا ژمنه نن په ټوکیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سفر په ترڅ کې وکړه.

د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو چې شمالي کوریا ته له خپل وروستي سفر وروسته یې نن په ټوکیو کې په یو خبري کنفرانس کې خبرې کولې وویل چې شمالي کوریا د هغه د سفر په ترڅ کې په بشپړ ډول د آټومي وسلو د له منځه وړلو په اړه خپله ژمنه بیا تکرار کړه.

پمپیو، جاپان، او جنوبی کوریا
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:12 0:00

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیووویل: باید څرګنده کړم چې شمالي کوریا د آټومي وسلو پاکولو په اړه پر خپلې ژمنې ټینګار وکړ. مونږ د آټومی وسلو د تایید وړ او بشپړ پاکولو په لور د راتلونکي ګام په اړه مفصلې او مهمې خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزیر پمپیو د شمالي کوریا هغه تور له پامه وغورځاو چې ګني هغه د بدمعاشۍ غوندې غوښتنې درلودې او ژمنه یې وکړه چې د شمالي کوریا پرخلاف بندیزونه به تره هغه وخت پاتې شي چې د هغه هیواد مشر کیم جونګ اون د آټومي وسلو په اړه خپله ژمنه پوره کړې نه وي.

ښاغلي پمپیو وویل: زه د هغې ژمنې دعملي کولو هوډ لرم چې ولسمشر ټرمپ کړې ده اود کیم پر هغې ژمنې حساب کوم چې یې کړه ده، نو که دا د بدمعاشې غوندې غوښتنې وي، نو بیا نړۍ بدمعاشه ده، ځکه چې دا د ملګرو ملتونو د امنیت شوری پریکړه ده.

پمپیو د خپلو جاپاني او جنوبي کوریا سیالانو ته د هغو خبرو په اړه معلومات ورکړل چې د شمالي کوریا له چارواکیو سره یې کړې وې. هغه دغه خبرې ګټورې بللې دي، خو شمالي کوریا د هغه له تګ نه وروستهیوه قهرجنه اعلامیه خپره کړه چې ګني واشنګټنپه بشپړه توگه د آټومي وسلو د له منځه وړلو لپاره د بدمعاشانو په څیر غوښتنې درلودې.

XS
SM
MD
LG