د لاس رسي وړ اتصالات

په اوکراین کې د امریکا پخوانۍ سفیرې پر ټرمپ شاهدي ورکړې


U.S. Ambassador to Ukraine Marie Yovanavitch
U.S. Ambassador to Ukraine Marie Yovanavitch

په اوکراین کې د امریکا د سفیرې ماری یووانویچ په ګډون ګڼ شمیر امریکايي دیپلوماتانو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ غیرقانوني کړونو په برخه کې د تحقیقاتو لپاره شاهدي ورکړه.

ولسمشر ټرمپ په دې تورن دی چې اوکراین ته یې د امریکا پوځي مرستې ترهغه وخت پورې ځنډولې وې، څو پورې چې د اوکراین ولسمشر توافق وکړ چې د ولسمشر ټرمپ د سیاسي مخالف او د جمهوري ریاست اوسني کاندید جو بایډن په هکله تحقیقات وکړی.

په اوکراین کې د امریکا سفیرې ماری یوانویچ قانون جوړونکو ته د شهادت ورکولو په وخت کې ويلي "په نیمه شپه زنګ راغی، راته وویل شول چې خپله دنده پریږده او په راتلونکي پرواز کې کور ته لاړه شي".

میرمن یوانویچ وايي چې ورته وویل شول هیڅ ناسم کار یې نه دی کړی، خو یوه سملاسي ډیپلوماتیکه ستونزه پیدا شوې ده چې د اوکراین لخوا نه بلکې د ولسمشر ټرمپ د یو ټویټ له امله دا ستونزه راپیښه شوې ده چی دیته تاوان رسوي.

ټاکل شوې چې د نومبر په ۱۳ او ۱۵ نیټه د استازو په مجلس کې د امریکا د جګپوړو دیپلوماتانو په ګډون عامه استماعیه غونډه جوړه شي.

په دې غونډه کې به په اوکراین کې د امریکا لیرې کړای شوې سفیره ماری یوانویچ او یو شمیر نور دیپلوماتان به د مجلس استازو پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

۳۳ کاله کیږي چې میرمن یوانویچ د امریکا د شپږو جمهور ریسانو په کاري دورو کې د ډیپلوماتې په توګه کار کوي. نوموړې وايي چې ډیر ځله امریکايي ډیپلوماتان ځان په خطر کې اچوي او په دې فکر دي چې حکومت به ورڅخه دفاع کوي خو دا مسله اوس صدق نه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له میرمن اوانویچ څخه ملاتړ وکړ، ده له ای بي سي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل چې لا اوس هم په ښه حالت کې یوه ډیپلوماته ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي "سفیران د ولسمشر په خوښه خدمت کوي، کله چې ولسمشر په یو سفیر باور له لاسه ورکوي نو دا د سفیر، د بهرنیو چارو وزارت یا د امریکا له ګټو سره سمون نه خوری چی خپلې دندې ته دوام ورکړي".

په اوکراین کې د امریکا سفیرې شاهدي ورکړه چې په اروپايي اتحادیې کې د امریکا سفیر ورته سپارښتنه کړې وه چې د خپلې دندې ساتلو لپاره دې د ټرمپ په ملاتړ یو ټویټ وکړي.

په اوکراین کې د امریکا پخوانۍ سفیرې پر ولسمشر ټرمپ شاهدي ورکړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:26 0:00

بلخوا ولسمشر ټرمپ په لوزیانا ایالت کې د ټاکنیزو مبارزو یوې غونډې کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره د خپلو ټلیفوني اړیکو په هکله په خبرو او دده غیر قانوني کړونو تحقیقاتو په برخه کې داسی خبرې وکړی چی خلک یی په واقعیت شک وکړي.

ولسمشر ټرمپ وايي"ډیموکراتان باید د نورو د تیراستلو او جنایتونو لپاره حساب ورکړي.تاسو باور کوۍ چې په واشنګټن کې څه روان دي؟ داخلک هیڅ کار نشي کولای، یو څه کارونه ېې ناوړه، او ځینې له شرنه ډک دی".

یو شمیر پخواني امریکايي ډیپلوماتان وايي پر مایک پمپیو باور په په ټینگه زیانمن شویدی، او دا ویره لري چې دا کار د استخدام بهیر ته زیان رسوي.

XS
SM
MD
LG