د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د غربت سره مبارزه


د غربت خلاف د مبارزې د پروګرام پنځوس کاله پوره کیږي. دغه پروګرام پنځوس کاله مخکې د امریکا د هغه وخت د ولسمشر لېنډن جانسن لخوا پيل شوی و. دواړه دیموکراتان او جمهوري غوښتونکي اوس وايي چې د غربت خلاف مبارزه باید ادامه ومومي، خو دا چي دا مبارزه څنګه وشي، د دواړو ګوندونو په دریځونو کې تفاوت موجود دی.

د ۱۹۶۴ کال د جنوري په میاشتې کې د امریکا د هغه وخت ولسمشر لېنډن جانسن په دې خبر و چې په هرو پنځو امریکایانو کې یو یې نېسمن دی. هغه د دغې خبرې یادونه ملت ته په خپلې اولنۍ وینا کې وکړه او داسي یې وویل:،،او دغه اداره نن، همدلته او اوس، د غربت خلاف بې قیدوشرطه مبارزه اعلانوي.،،

پنځوس کال ورسته، اوس په امریکا کې په هرو ۷ کسانو کې یو یې په غربت کې ژوند کوي. جمهوري غوښتونکی سناتور، مارکو روبیو وايي چې د جانسن د حکومت په مشرۍ د غربت خلاف مبارزه ناکامه شوې ده. هغه داسي وايي،، د دې پرځاي چې غوړیدونکي اقتصاد او د آزاد بازار اقتصاد تقویه شي، زموږ فډرالي حکومت د آزاد کاروبارونو او زموږ د خلګو د استعدادونو د رشد مخه نیسي.،،

روبیو زیاتوي چې نوې طریقه باید غوره شي. هغه داسي وايي: ،، زه دا وړاندیز کوم چې د غربت خلاف پروګرام او ټریلیونونه ډالر چې په دغه پروګرام باندې لګیږي د واشنګټن نه ایالتونو ته انتقال کړل شي.،،


په کانګریس کې ډیموکراتان بیا د ولسمشر جانسن د پرورګرام پلوي کوي چې وايي غریبانو او په عمر پخوو امریکایانو ته دي غذايي توکي، صحي خدمات او تقاعدي امتیازات ورکړل شي. ډیموکرات سناتور دیک دوربین وایي:،، نو د غربت خلاف مبارزې پنځوس کاله مخکې څه وکړل چې داسې بدنامه شوې ده. څه یې ترلاسه کړل؟ د صحي پاملرنې پروګرامونه میډیکیر، میډیکېډ، . . . د ابتداییه او متوسطه تعلیم قوانین چې په ترڅ کې یې د لومړي ځل لپاره فډرالي حکومت د ولسوالیو په سطح د مکتبونو سره مرسته وکړي، د خاص تعلیم قانون او د لوړو زده کړو قانون یې جوړ کړ.،،

ماهرین د جانسن د غرب خلاف پروګرام په هکله بیلابیل نظرونه لري

د چارو کارپوهان بیا د جانسن د غربت خلاف د مبارزې د پروګرام د نتایجو په اړه اختلافات لري. د بروکینګزد انستیتوت کارپوه ران هسکینز وايي چې دغه پروګرامونو امریکا ته ډیره ګټه رسولې ده.هغه داسي وايي،، د میډیکیر او میدیکیډ د صحي پاملرنې پروګرامونه خورا مهم پروګرامونه دي چې د سوشل سیکیورټي سره یو ځای د امریکا د ټولنیزې پالیسۍ اساس جوړوي. دغه پروګرامونو پر غریبانو او محسنو خلګو باندې ډیره اغیزه درلودلې ده.،،


د کېټو د انستیتوت کارپوه مایکل تانر وايي چې دغه پروګرامونو بیا دومره څه نه دي ترلاسه کړي. هغه داسي وايي،، څه چې زموږ زیاتره پروګرامونه یې لپاره جوړ شوي دي هغه دا دي چې هغه کسان چې په غریبۍ کې ژوند کوي هغو ته یو لږ مقدار پیسې ورکړي چې هغوی وږي او خوار پاته نه شي. خو دغه پروګرامونه بیا دې ته توجه نه کوي چې څنګه خلګ د غربت نه خلاص کړي.،،


ولسمشر اوباما وايي چې د غربت ختمول د اوسني عصر یو له لویو مسایلو نه ده. په دغه کال کې به د کانګرس انتخابات وشي او جمهوري غوښتونکي او ډیموکراتان باید چې بې کارونو ته د مرستو، چې پکښې خواړه او د غربت سره تړلې نور موضوعات چې دي، په اړه پریکړه وکړي.
XS
SM
MD
LG