د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: د چین د یرغل په صورت کې ښایي امریکایي ځواکونه د تایوان دفاع وکړي


د امریکا جمهور رئیس جو بایډن وایي په تایوان باندې د چین د یرغل په صورت کې به ښایي امریکایي ځواکونه د دې هیواد دفاع وکړي.

ښاغلي بایډن یکشنبه سپټمبر ۱۸ (وږي۲۷) د امریکا د سي بي اس تلویزیون سره په مرکې کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا که چین په تایوان یرغل وکړي، امریکایي ځواکونه به یې دفاع وکړي او که نه وویل، " هو که په حقیقت کې کوم کمساری برید وشي".

په مرکې کې د ښاغلي بایډن څخه د وضاحت په خاطر وپوښتل شول چې د اوکراین برعکس چې متحده ایالاتو د روسیې د یرغل په ځواب کې خپل ځواکونه وانستول آیا د امریکا د پوځ ښځینه او نارینه غړي به په تایوان د چین د یرغل په صورت کې د دې هیواد دفاع وکړي، ښاغلي بایډن وویل، "هو."

د امریکا جمهور رئیس پداسې حال کې د تایوان د دفاع لپاره د امریکایي ځواکونو د استولو خبر کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سپټمبر په دویمې په تایوان د ۱.۱ ملیارد ډالرو په ارزښت د وسلو پلورلو اعلان وکړ.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل چې دا وسلې به د تایوان دفاعي چارې قوي کاندي او ددې هیواد د امنیت لپاره ضروري دي.

ویاند زیاته کړه، "مونږ د بیجنګ څخه غواړو چې د تایوان پر ضد خپل نظامي، دپلوماتیک او اقتصادي فشار بند کړي او د تایوان سره دې معنی دارو خبرو ته کښیني".

په تایوان ددې وسلو د پلور تر څنګ د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې متحده ایالات لا هم یوازې بیجنګ په رسمیت پیژني.

پدې وسلو کې د ۶۵۵ ملیون ډالرو په ارزښت د رادار یو سیستم دی چې په تایوان د واریدونکو توغندیو په هکله خبرداری ورکوي او د ۳۵۵ ملیون ډالرو په ارزښت د هارپون ۶۰ پرمختللي توغندي دي چې د جنګي کښتیو د ډوبولو وړتیا لري.

امریکا پداسې حال کې په تایوان دا وسلې پلوري چې د استازو د مجلس مشره ننسي پلوسي تیره میاشت د چین د سختو خبرداریو سره سره، تایوان ته ولاړه او بیجنګ د دې سفر په غبرګون کې د خپل نظامي قوت د څرګندولو لپاره د تایوان سره نږدې داسې نظامي تمرینات وکړل لکه د یرغل په حالت کې چې کیږي.

د متحده ایالاتو د کانګرس پلاوي چې میرمن پلوسي یې مشري کوله په یوې اعلامیې کې وویل چې دغه سفر "د تایوان د خوځنده دموکراسۍ څخه د متحده ایالاتو د نه ماتیدونکي ملاتړ" څرګندونه کوي.

په اعلامیه کې راغلي: " د تایوان له مشرتابه سره زموږ بحثونه به د خپل ملګري سره زموږ د ملاتړ په بیا تاییدولو او د هند - آرام سمندر دازادې او پرانستې سیمې د پراختیا په ګډون زموږ د ګډو ګټو په وده باندې تمرکز وکړي. په داسې حال کې چې نړۍ د استبداد او ډموکراسۍ ترمنځ له کړکېچ سره مخامخ ده، د تایوان له ۲۳ میلیونو وګړو سره د امریکا پیوستون تر بل هر وخت ډېر مهم دی."

د میرمن پلوسي د سفر څخه څو ساعته دمخه د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هووا چونینګ په بېجينګ کې په يو خبري کنفرانس کې وويل: «امريکا د چين د امنيتي ګټو او ملي حاکميت ته د نا پاملرنې په صورت کې د دې مسؤوليت په غاړه لري او بيه به یې ادا کړي

XS
SM
MD
LG