د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین ته د بایډن خبرداری: لویدیځ متحدین د خپلې خاورې د هر انچ دفاع کوي


د روسیې لخوا د اوکراین د څلورو سیمو د الحاق په غبرګون کې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن ویلي چې متحده ایالات او لویدیځ متحدین یې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین لخوا نشي تهدیدیدلی او تر څنګ یې دا خبردای هم ورکړ " که برید وشي، لویدیځ متحدین به د خپلې خاورې د هر انچ دفاع وکاندي."

ښاغلي بایډن جمعه سپټمبر ۳۰ (تلې) په سپینې ماڼۍ کې وویل، " پوتین مونږ نشي ډارولی."

د متحده ایالاتو جمهور رئیس پخپلو خبرو کې په مستقیمه توګه د ښاغلي پوتین نوم واخیست او خبردرای یې ورکړ چې په اوکراین برید دې د ناټو غړیو هیوادونو ته نه غځوي.

بایډن په خبرداري کې وویل، "امریکا په بشپړه توګه چمتو ده چې زمونږ د ناټو متحدینو سره د ناټو د خاورې د هر انچه دفاع وکړي."

جو بایډن زیاته کړه، "ښاغلی پوتین هغه څه چې زه وایم غلط یې مه درک کوه: هر انچ".

د امریکا د مشر ددې څرګندونو څخه وړاندې د روسیې جمهور رئیس د اوکراین څلور سیمې په رسمې توګه د خپلې خاورې د یوې برخې په توګه اعلان کړلې.

پخپله پوتین او ګڼ شمیر پلویان یې یې پدې اند دي چې د روسیې د خاورې په توګه د اوکراین د دې سیمو اعلان کول کرملین ته دا مشروعیت ورکوي چې د ساتلو لپاره یې د اتومي وسلو څخه هم کار اخیستلی شي.


خو ښاغلي بایډن د پوتین دا څرګندونې بې باکه او ګواښونه وبللې او د جمعې د ورځې مراسم یې چې د اوکراین د دې څلورو سیمو الحاق پکې اعلان د جعل کارۍ داسې کړه وړه وبلل چې د قوت پر ځای د ښاغلي پوتین کمزوري څرګرندوي.

ښاغلی بایډن پداسې حال کې پوتین ته دا خبرداری ورکوي چې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان وایي هیڅ داسې نښې نښانې په اوس وخت کې نشته چې روسیه ښایي په نږدې وخت کې د اتومي وسلو څخه کار واخلي.

ښاغلي سلیوان وویل، " که بې باکانه خبرو ته وګورو او کوم ګواښ چې پوتین یې کوي، نو خطر شته دی خو مونږ هم په ښکاره توګه ورته ویلي چې څه ډول عواقب به ولري."

د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار زیاته کړه چې واشنګټن په خصوصي او مستقیمه توګه روسیې ته ویلي چې د اتومي وسلو څخه د کار اخیستو په صورت کې به د امریکا قاطع ځواب څه وي.

دا لومړی ځل ندی چې متحده ایالات د اوکراین په جګړې کې د اتومي وسلو څخه د کار اخیستو لپاره روسیې ته خبرداری ورکوي.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د سپټمبر د میاشتې په ۱۸مې خپل روسي سیال ته خبرداری ورکړی چې د اوکراین په جګړې کې د زیاتې تباهۍ وسلو څخه دې کار نه اخلي.

بایډن پوتین ته په خطاب کې ویلي، "مکوئ، مکوئ، مکوئ. تاسو به د جګړې مخ داسې واړوئ چې د دویم نړیوال جنګ راپدیخوا مثال نلري".

جو بایډن په ځانګړې توګه دا ونه ویل که د روسیې مشر په اوکراین کې د کیمیاوي او یا اتومي وسلو څخه کار واخلي، د امریکا ځواب به څه ي خو دا یې وویل چې روسیه به دومره "اجنبي" شي چې پخوا یې ساری نه درلود.

د امریکا مشر زیاته کړه، " که هغه (ولادمیر پوتین) یې وکاروي، مونږ به یې ځواب ووایو او زمونږ د ځواب څرنګوالی د دې وسلو د استعمال د څرنګوالي پورې اړه لري".

ښاغلي بایډن همدرانګه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وروسته تر هغه وغانده چې د لویدیځ سیاستوال یې تورن کړل‌ چې د اتومي جګړې د تثبیتولو او برابرولو هڅه کوي.


XS
SM
MD
LG