د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: اوکراین یوازې نه پریږدو


د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن سه شنبه ډسمبر ۱۲ (لیندۍ۲۱) په سپینې ماڼۍ کې د اوکراین د جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي سره په ملاقات کې وویل چې د روسیې په خلاف جګړې کې کیف یوازې نه پریږدي.

ښاغلي بایډن په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، زه به اوکراین یوازې پرې نږدم. د امریکا ولس به هم داسې ونکړي".

د امریکا مشر دا هم وویل چې پدې جګړې کې د اوکراین ماتې خوړل پدې معنی چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین او "بل هرتیري کوونکی به زړه ور شي".

سره لدې چې په کانګرس کې جمهوري غوښتونکو د اوکراین لپاره د سپینۍ ماڼۍ لخوا د غوښتل شویو تازه نظامي مرستو مخه نیولې خو ښاغلي بایډن په خبري کنفرانس کې د اوکراین سره د مرستو د دوام ژمنه وکړله.

بایډن وویل د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین هیله ده چې متحده ایالات به په اوکراین مرستې بندې کړي.

د امریکا مشر ښاغلي پوتین ته په اشارې سره وړاندې وویل، " مونږ باید، مونږ باید هغه غلط ثابت کړو".

د اوکراین جمهور رئیس داسې مهال واشنګټن ته د ملاتړ تر لاسه کولو لپاره راغلی چې له یوې خوا په منځني ختیځ کې د اسرائیل – حماس روانې شخړې له وجې د اوکراین جګړې په هکله خبرې سړې شوي او له بلې خوا سپینه ماڼۍ او د کانګرس جمهوري غوښتونکي د بودجې پر سر جنجال لري.

ښاغلي زیلنسکي په کانګرس کې جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو سره پدې هیله کتلي چې هغوي قانع کړي کیف سره خپلې مرستې روانې وساتي.

د اوکراین مشر په خبري کنفرانس کې وویل، " اشارې راکړل شوي. ډیرې مثبتې وې. خو پوهیږو چې ټکي او ځانګړې نتایج باید سره بیل کړو. له همدې کبله به په ځانګړو نتیجو حساب کوو".

یو شمیر محافظه کار جمهوري غوښتونکي سناتوران وایي که چیرته د کانګرس دیموکراتان او سپینه ماڼۍ د مکسیکو سره په ګډې پولې کې د کډوالۍ اصلاحات ونه مني، دوي به هم د مرستو دا لایحه ونه مني.

جمهور رئیس جو بایډن د کانګرس څخه د اسرائیل، اوکراین او ملي امنیت ځینو نورو پروګرامو لپاره د ۱۰۶ ملیارد ډالرو بودجې غوښتنه کړې خو کانګرس د کډوالۍ پالیسي او سرحدي امنیت پر سر د جنجال له کبله دا غوښتنه تر اوسه نده منلې.

د سنا په مجلس کې جمهوري غوښتونکو سناتورانو د همدې روانې ډسمبر میاشتې په شپږمې نیټې د جمهور رئیس بایډن د حکومت ۱۰۶ ملیارده ډالرو غوښتنه رد کړله چې د اوکراین او اسرائیل سره مرستې هم پکې شاملي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG