د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ: که داسې وي چې ایران تړون ته ژمن نه پاتې کیږي، بیا یې کار تماموو

Trump
Trump

د امریکا د متحدو ایالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، ډاډه دی چې ایران به هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.

ولسمشر ټرمپ چې د پنجشنبې په ورځ د (اکټوبرلومړۍ) د اوکلاهوما ایالت د دورنټ ښار کې په یوې غونډې کې خبرې کولې، ټینګار وکړ چې د B-2 بم غورځوونکو الوتکو د عملیاتو په مټ یې د ایران اټومي ګواښ له منځه وړی دی.

ولسمشر ټرمپ وویل، "ما څو څو ځله ویلي وو چې د ایران اټومي ګواښ له منځه وړل به له څلورو تر شپږو اوونیو وخت ونیسي، خو ما دا کار په یوه شپه کې ترسره کړ؛ هماغه شپه چې B-2 بم غورځوونکې الوتکې داخلې شوې."

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه: «ایران اوس هېڅ شی نه لري. هغوی غواړي تړون وکړي. ښايي موږ دا کار وکړو، کیدای شي و یې نه کړو؛ ځکه که دوی پر تړون د پابند پاتې کېدو نیت ونه لري، نو راځئ تړون ونه کړو. راځئ یوازې کار پای ته ورسوو.»

ولسمشر ټرمپ د B-2 بم غورځوونکو الوتکو د عملیاتو ستاینه وکړه او ویې ویل چې دغه الوتکې د میزوري ایالت څخه الوتلې وې او ۳۷ ساعته ماموریت یې ترسره کړی و. هغه وویل: «د شپې په یوه بجه، پرته له سپوږمۍ او په بشپړه تیاره کې، دغو نه الوتکو چې د نړۍ تر ټولو غوره پیلوټانو لخوا اداره کېدلې خپل ټول بمونه وغورځول او هر بم پخپل هدف ولګید. »

ښاغلي ټرمپ همدارنګه وویل چې د B-2 بم غورځوونکو له برید وروسته، امریکا خپل عملیاتو د اوبتلونو څخه د شاوخوا ۳۸ تاماهاک توغندیو په توغولو سره دوام ورکړ. ولسمشر ټرمپ وویل چې امریکا له دې عملیاتو وروسته هم خپل حضور ته دوام ورکړ، ځکه «نه یې غوښتل چې یوازې یوه لنډمهاله بریا ولري».

ولسمشر ټرمپ وايي «موږ نه غواړو دا ګډوډي د بل ولسمشر لپاره پرېږدو چې هغه څه ونه کړي چې موږ ترسره کړي دي.»

ښاغلي ټرمپ همدارنګه وویل چې که ایران اټومي وسلې ترلاسه کړې وای، «هغه به یې کارولې وای او ډېر ژر به یې کارولې وای.»

ښاغلي ټرمپ په اوکلاهوما کې له وینا وړاندې په ټکساس کې هم د ایران په اړه خبرې کړې وې. ولسمشر ټرمپ په هغه وینا کې هم وویل چې ځینې کسان باور لري چې له ایران سره هېڅ ډول تړون نه شي کېدای.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG