د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له «فاکس اېنډ فرېنډز» سره په تازه څرګندونو کې ویلي چې امریکايي ځواکونو تېره شپه په ایران کې د هوايي دفاع پر یوه مرکز برید کړی دی. ولسمشر ټرمپ دغه عملیات محدود وبلل او ویې ویل: «دا یوازې یو کوچنی برید و؛ جګړه نه وه.»
د ټرمپ په وینا، ایران د دغه مرکز پر جوړولو شاوخوا دوه میاشتې لګولې وې او امریکا یې د جوړېدو بهیر څاره. نوموړي وویل، کله چې مرکز بشپړ شو، امریکايي ځواکونو په نښه او ویجاړ کړ.
ټرمپ همدارنګه ویلي چې د پخوانیو امریکايي بریدونو په پایله کې ایران نورې فعالې پوځي الوتکې او هوايي دفاع نه لري.
دا څرګندونې وروسته له هغه شوې چې امریکايي رسنیو په هرمز تنګي کې د ایران پر قشم ټاپو د محدودو بریدونو راپورونه ورکړل. اسوشیټډ پرېس د یوه امریکايي چارواکي له قوله ویلي چې هغه ایراني ځواکونه په نښه شوي چې پر امریکايي پوځي تجهیزاتو یې له ځمکې څخه هوا ته توغندي توغول. رویټرز ته هم یوه امریکايي چارواکي ویلي چې دا د پراخو پوځي عملیاتو بیا پیل نه دی.
د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف د سېشنبې په ورځ ویلي چې تهران امریکايي لوري ته «یو پیاوړی او معقول ځواب» ورکړی دی. نوموړي زیاته کړې چې د جګړې پایته رسیدل د امریکا په لاس کي دی، هغه ټینګار کړی چې دوي په دواړو حالاتو کې چمتو دي.
قطر ویلي چې دواړه لوري د خبرو بهیر ته ژمن دي او د منځګړو وړاندیزونه ارزوي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري ویلي چې دوحه د واشنګټن او تهران ترمنځ د وړاندیزونو تبادله اسانه کوي. د امریکا مرستیال ولسمشر جېډي وېنس هم یوې موافقې ته هیلهمندي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په خبرو کې یو څه پرمختګ شوی دی.
وېنس د واشنګټن اساسي غوښتنه د ایران د هغه اټومي پروګرام د بیا جوړېدو مخنیوی بللی چې د نوموړي په وینا، له منځه وړل شوی دی. ولسمشر ټرمپ بیا ټینګار کړی چې امریکا به ایران ته اجازه ور نه کړي چې اټومي وسلې ترلاسه کړي.
فورم \ دبحث خونه