د لاس رسي وړ اتصالات

وال ستریټ جورنال: په شمال کې قوماندانان ملیشې جوړوي


وال ستریټ جورنال: په شمال کې قوماندانان ملیشې جوړوي
وال ستریټ جورنال: په شمال کې قوماندانان ملیشې جوړوي

د امریکا د وال سټریټ جورنال ورځپاڼه خپل د اپریل د ۲۱ مې نېټې په ګڼه کې لیکي چې د افغانستان په شمال کې قومي ملیشې جوړې شوي دي او غواړي چې د طالبانو په مقابل کې خپل نفوذ زیات کړي

د افغانستان په شمال کې حکومتي چارواکي قومي ملیشې جوړه وي. خو ورځپاڼه لیکي چې د تاجک او ازبک قومونو ملیشې د سیمه ایزو پښتنو دپاره چې په افغانستان کې اکثریت دي او په شمال کې اقلیت، اندېښنې زیاتې کړي دي. ددغو پښتنو نه ځیني یې وايي چې دوي د خپلو ګټو د خوندي ساتلو دپاره دې ته مجبوره کېږي چې له طالبانو سره ملگري شي.

ورځپاڼه لیکي چې په داسي حال کې چې افغان ملي امنیتي ځواکونه او ناټو هڅه کوي چې د افغانستان خطرناکو سیمو ته خپله پاملرنه ورواړوي، طالبانو د تیرکال په ترڅ کې د پښتنو په بیلابیلو کلیو کې ځانونو ته مرکزونه جوړ کړي دي. ورځپاڼه لیکي چې د طالبانو د راپورته کیدو سره سم دغه قومي سیمه ایزې ملیشې هم راپیدا شوې.

ورځپاڼه لیکي چې دغه مفکوره د ۹۰ کلیزې کورنۍ جګړې نه سرچینه اخلي. په کابل کې مېشت د یوه څیړنیز مرکز یو ستر څیړونکی وايي که چیري یاغي ګرۍ مخ پر ودې وي او سیالې قواووې مخ پر غېښتلي کیدو وي، نو په سیمه کې هیڅوک نه غواړي چې کمزوریْ پاته شي.

ورځپاڼه لیکي چې د بلخ والي جنرال عطا محمد نور چې یو پخوانیْ جنګ سالار دی، لږ تر لږه دوې ملیشې لري چې ددغه ولایت په نږدې ولسوالیو کې فعالیت کوي. مزارشریف د افغانستان د بلخ ولایت مرکز او د افغانستان په شمال کې تر ټولو لوي ښار دی.

ورځپاڼه لیکي چې دغه ملیشې د هغو سیمه ایزو پولیسو نه بیلې دي چې آمریکا یې ملاتړ کوي او د افغان محلي پولیسو په نامه یادېږي.

ورځپاڼه د جنرال عطا محمد نور له قوله لیکي چې وايي دغو ملیشو ته ځکه ضرورت شته چې د جمهور ریْس حامد کرزي حکومت د هغه غوښتنې چې د نورو پولیسو او اردو دپاره یې کړي وې، رد کړې.

ورځپاڼه د مرکزي حکومت له قوله لیکي چې افغان قواوې لږ دي او نشي کولای چې د افغانستان په شمال کې خپل حضور پراخ کړي.

ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان جمهور ریْس حامد کرزي په عامه ویلي دي چې د جنرال عطا له خوا ملیشې دي باید منحل شي.

ورځپاڼه لیکي چې دغه ملیشې د بلخ د چمتال او چاربولک په ولسوالیو کې خپل نفوذ کرار کرار زیاتوي. په یادشویو سیمو کې د استاد عطا یواځي ( ۴۵۲) ملیشې دي، په داسي حال کې چې د پولیسو شمیر په سیمه کې یواځي ۲۸۰ تنه دی.

ورځپاڼه په سمیه کې د ځینو پښتنو له قوله لیکي چې وايي دغو ملیشو د سپتمبر په میاشت کې د انتخاباتو پرمهال دوي رایو ته پرې نښودل چې په نتیجه کې یې دوي اوس په پارلمان کې کافی حضور نلري. خو دغه تورونه بیا د بلخ ولایت چارواکي ردوي.

ورځپاڼه دغه راز لیکي چې د پولیسو د ریپوټونو او دغه راز د عیني شاهدانو له قوله ملیشيي قواوې په دوامداره توګه پښتانه کلیوال لوټوي او زوروي.

ورځپاڼه د یوې پېښې په باب وايي چې یو سپېن ږیری او زوی یې ددغو ملیشو له خوا وویشتل شول چې زوي یې ووژل شو او دی ټپي شو. په نتیجه کې یې ملیشو ځمکه ځیني غصب کړه.

ورځپاڼه د ځینو پښتنو له قوله لیکي چې وايي طالبانو به هیڅکله په شمال کې نفوذ او حضور پیدا کړی نه وای که چیري د شمال پښتانه اوسیدونکي ځورول شوي نه وای.

تاج الدین خودام (۲۰) کلن پښتون ځوان دی چې په بلخ کې اسلامي زده کړې کوي. هغه وايي چې دوي په دې پلمه چې ګزمه کوي او د طالبانو سره جنګ کوي، په سیمه کې پر مونږ باندي ګزمې کوي خو حقیقت دا دی چې د دوي حضور او دغه راز چلند په خپله په سیمه کې د طالبانو رامنځ ته کیدو ته لمن وهلې ده.

ورځپاڼه د خودام له قوله لیکي چې دغه ملیشې ځان د بلخ په والي استاد عطا پوري تړي دي او د کلي خلګ مجوروي چې مالونه ورکړي او ښځې مجبوروي چې د ژمي کالي ورته جوړ کړي.

خو استاد عطا بیا دغه تورونه ردوي او وايي چې دا خلګ چې دا ګیلې او شکوې کوي په اصل کې د طالبانو سره لاس لري خو ۲۰ کلن خودام بیا وايي چې هغه د طالبانو سره هیڅ ډول اړیکې نلري.

په چاربولک کې د استاد عطا د ملیشې قوماندان چې ازبک دی او د قوماندان لعل په نامه مشهوره دی وايي چې د ملیشو ترمنځ د پښتنو په مقابل کې یو لړ تبعیض موجود دی خو دده په ډله کې دغه تبعیض نشته.

جنرال عطا وايي چې دغه ملیشې د خپلو وسلو نه کار اخلي او معاش نه ورکول کېږي. خو ورځپاڼه لیکي چې دوي خپل معاشونه د بلي خوا نه پیدا کوي. ځیني پښتانه وايي چې دوی خپل معاشونه د دوي د لوټولو له لارې پیدا کوي.

ورځپاڼه د ۵۶ کلن عبدالغفار له قوله چې د روغتون د بستر نه یې خبري کولې لیکي چې وايي د سپتمبر په میاشت کې ملیشو زما زوی رامړ کړ او زې ټپي کړم ترڅو زما ځمکه لاسته راوړي. ما د حکومت نه غوښتنه وکړه چې دغه کسان ونیسي او محاکمه یې کړي خو هیچا هیڅه ونکړل. غفار وايي چې هغه د طالبانو سره هیڅ تړاو نلري.

ورځپاڼه لیکي چې کله مو د پېښې په باب د بلخ د امنیې د قوماندان جنرال عصمت الله عليزي نه پوښتنه وکړه چې په خپله په قوم پښتون دی نو هغه وویل چې زه اندښنه لرم چې دغه ملیشې د خپل واک نه ناوړه ګټه پورته کوي. جنرال علیزی وايي چې دوي په مزهار شریف کې د واکمنو کسانو سره اړیکې لري او هغوي یې ساتنه کوي.

ورځپاڼه د لویدیځو او افغان چارواکو له قوله لیکي چې د استاد عطا د ملیشو ترڅنګ د افغانستان د ملي امنیت سمیه ایزو مشرانو او په ولسوالیو کې د امنیې قوماندانانو هم ورته ملیشې جوړې کړي دي.خو د ملي امنیت او د پولیسو چارواکي دغه تورونه ردوي.

ورځپاڼه د شمال زون د پولیسو د عمومي قوماندان جنرال داود داود له قوله لیکي چې وايي هغه په وار واري سره ددغو غیر منظمو ملیشو نه د طالبانو پرضد کار اخلي.

ورځپاڼه لیکي چې په داسي حال کې چې د افغانستان په شمال کې د ملیشو ملاتړ کونکي د سیمه ایزو پولیسو په چوکاټ کې ددغو ملیشو د ادغام غوښتنه کوي خو ایتلافي قواووې ورسره مخالفت لري.

ورځپاڼه د نړیوالو قواوو د یو چارواکي له قوله چې د موضوع په باب معلومات لري، لیکي چې دغه ملیشې د افغان محلي پولیسو په چوکاټ کې د شامیلیدو وړتیا نلري، ځکه دوی ټول غله او بدماشان دي. هغه زیاتوي چې ما افغانانو ته ویلي دي چې دوي زمونږ ملېشې نه دي.

  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG