د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په مطبوعاتو کې د امریکايي عسکر محاکمه


د امریکا په مطبوعاتو کې د امریکايي عسکر محاکمه
د امریکا په مطبوعاتو کې د امریکايي عسکر محاکمه

د واشنگټن پوست ، او لاس انجلېس ټاېمز ورځپاڼو د هغه امرېکاېې خورد ضابط د محاکمې په اړه رېپوټونه چاپ کړي چې په افغانستان کې د ملکي وگړو په وژلو باندې تورن شوې ؤ . د نېوېارک ټاېمز ورځپانې په پکتېا کې د طالبانو په پرونۍ حمله باندې تبصره کړې او د ډېلې ټلگراف ورځپانې په افغانستان کې د اسټرالېا د عسکرو په ستونزو باندې ېو راپور خپور کړې دی.

د واشنگټن پوست خبرېاله ، جېن جانسن، د واشنگټن په اېالت کې د امرېکا د پوځ د Lewismcchord نومې اډې نه رېپوټ ورکړ چې ېوې پوځي محکمې د پنجشنبې په ورځ ، خورد ضابط کالوېن گېبز، په افغانستان کې د 3 ملکي وگړو د وژولو او شکنجه کولو له امله مجرم وباله .

محکمې په خپله پرېکړه کې ووېل چې خورد ضابط کالوېن په ډېره بی رحمئ او سنگدلئ په افغانستان کې د جنگ په دوران کې د بی وسلې ملکي کسانو پر خلاف د جنگي جناېتونو مرتکب شوې دی. د گېبز سره ېې څلور نور ملگري هم د محاکمې لاندې دي.

د واشنگټن پوست ورځپاڼه لېکي چې تراوسه پورې دغه 26 کلن خورد ضابط د امرېکا د پوځ ېو لوړ پوړې غړې دی چې پروسږکال په قندها رکې د بی گناه ملکي افغانانو د وژولو په تور محاکمه شوې او سزا ورکړل شوه.

واشنگټن پوست لېکي چې دغې پوځي محاکمې ېوه هفته وخت ونېوه او مجرم اعتراف کړې چې د وژل شوو افغانانو گوتې پرېکړې او د ېوه سړي غاښونه مې ددې لپاره ووېستل چې د جنگ د تحفې او ېادگار په توگه ېې د خپل ځان سره وساتم. کالوېن قاضېانو ته ووېل ددغو کسانو گوتې ېې داسې پرېکړې لکه چې څوک ېو آهو ښکار کړي او بېا ېې ښکرونه پرې کړي او دېادگار په توگه ېې ساتي.

ورځپاڼه لېکي چې کالوېن د 2 کسانو د قتل او گوتو پرېکول ومنل خو وېې وېل چې درېم گړې افغان ېې نه ؤ وژلې.

د امرېکا پوځي څارنوالانو محکمې ته ووېل چې د وژلو نه وروسته خورد ضابط کالوېن او ملگرو ېې کوښښ وکړ چې دمړو سره نژدې بمونه او ټوپک کېږدي اوپه درواغو داسې وښئئ چې گوندې په جنگ کې وژل شوي دي.

درېو پخوانېو ملگرو ېې د خورد ضابط کالوېن گېبز پر خلاف په محکمه کې گواهي ورکړه او قاضېانو ته ېې ووېل چې نوموړې ددغوخلکو د وېنو تږې ؤ.

واشنگټن پوست لېکي چې کالوېن گېبز به په ابدي حبس باندې محکوم شي، په غېر ددې چې ضمانت ېې ومنل شي.

واشنگټن پوست لېکي چې نوموړې خورد ضابط د امرېکا د پوځ د پنځم لمبرStryker غونډ غړې ؤ چې د ېوه پوځي څارنوال، جگړن رابرټ سېټل، په وېنا ، حرکات او اعمال ېې د کنټرول نه بهر ؤ او په چرسو باندې رالگېدلې ؤ. پرې دې سربېره خورد ضابط کالوېن به په غېر قانونی توگه وسلې راټولوې او د جنگ په مېدان کې به ېې د وژل شوو کسانو تصوېرونه وېستل. څارنولانو د دغه غونډ د 12 عسکرو پر خلاف د قتل دعواوې داېرکړې وې مگر 2 تنه بري الزمه شول . ورځپاڼه په پاې کې لېکي چې د کالوېن گېبز جرم وروسته دهغې د پو ځ قوماندانانو ته ښکاره شو چې د بلوک ېو غړي ېې په امرېکا کې خپل مور او پلار خبرکړل.

په همدې موضوع باندې د لاس انجلېس ټاېمز خبرېال ،کم مارفي، په خپل راپور کې واېې چې خورد ضابط کالوېن په عراق کې هم خلک وژلي چې اوس ېې هم په سر باندې د وژل عراقېانو ټاټوگان ېا قلمي رسمونه لگېدلي دي.

لاس انجلس ټاېمز لېکي چې د پوځ دغه پخواني عسکر د وژل شوو کسانو د لېنگو هډوکي پرېکول او کله کله به ېې د خپل ځان سره د ېاگار په توگه ساتل.

ورځپاڼه واېې چې د پوځي محکمې پنځو قاضېانو د پنجشنبې په ورځ د ملزم پرخلاف د پوځي څارنولانو دلاېل او دهغه د مدفع وکېل ځوابي استدلال په غور واورېدل چې تقرېبا څلور ساعته ېې دوام وکړ او چې په پاې کې نوموړې مجرم وگڼل شو.

د نېوېارک ټاېمز ورځپانې په کابل کې د خپل خبرېال ، سنگر رحېمي، او په خوست کې د خپل محلي خبرېال فاروق جان منگل د رالېږلو رېپوټونو په حواله راپور ورکړ چې د پنجشنبې په ورځ د پکتېا ولاېت د څمکنېو په ولسوالئ طالبانو د سېمې د مشرانو په غونډه باندې په داسې حال کې حمله وکړه چې د امرېکاېې ځواکونو سره ېې د ولسوال په دفتر کې خبرې کولې. درې تنه امرېکاېې عسکر ېې زخمېان کړل او درې تنه افغان پولېس ېې ووژل.

نېوېارک ټاېمز واېې چې د طالبانو تقرېبا لسو وسله والو سړو او دغه حمله وکړه . هغوئ په څمکنېو کې د افغانستان د استخباراتو د ادارې د رېس او د ولسوال د مرستېال په شمول څو کسان په ېرغمل ونېول. ورځپآنه لېکې چې د نېمې شپې پورې جنگ روان ؤ او ډزې اورېدل کېدې.

ورځپاڼه لېکي تراوسه پورې معلومه نه شوه چې نېول شوي کسان د څه سرنوشت سره مخ شول. نېوېارک ټاېمز واېې چې د څمکنېو ولسوال، حبېب نور، په دغه برېد کې زخمی شوی دی.

د اسټرالېا د ټلگراف ورځپاڼې هم په افغانستان کې ددغه هېواد د پوځ په عسکرو باندې د بار بار حملو په اړه ېو راپور چاپ کړې دی.

ورځپاڼه لېکي چې په افغانستان کې داسټرالېاېې ځواکونو د مامورېت بڼه اوس له سره بدله شوې ، ځکه مخکې خو د اسټرالېا پوځی قطعات ددې لپاره په افغانستان کې پراته ؤ چې د ناټو ترقوماندې لاندې د طالبانوسره جنگ وکړي خو فعلا افغان ځواکونو ته نظامي روزنه ورکوي .

ورځپاڼه لېکي په روانه هفته کې د درېم ځل لپاره همغو افغان عسکرو په اسټرالېاېې ځواکونو باندې ناڅاپه برېد وکړ په اصلاح په خپله ېې ورته روزنه ورکوله او څلور تنه تر اوسه پورې وژل شو دي

ورځپاڼه لېکي، چې ددغو حملو نه وروسته په دې اړه ېو لړ پوښتنې راپورته کېږي چې اسټرالېاېې عسکر په افغانستان کې څه کوي او هلته زمونږ اصل هدف او مرام څه دی؟. که افغانان زمونږ د عسکرو وېنو ته دومره تږي ناست وي، نو هلته زمونږ د پوځ پاتی کېدل څه معنی لری؟ ورځپاڼه واېې ېا باېد خپل مرام او هد ف معلوم کړو او ېا باېد خپل پوځونه راوباسو.

XS
SM
MD
LG