د واشنګټن پوست ورځپاڼه د جنورۍ د ۱۳ مې نېټې په ګڼه کې لیکي چې د پنجشنبې په ورځ د ولسمشر اوباما حکومت هڅه وکړه چې د هغې ویډیو قوي غندنه وکړي چې په انټرنیټ باندي راښکاره سوه او په کښي ښودل کېږي چې د امریکا د سمندري قواووغړي د افغان مړو بې حرمتي کوي.
ورځپاڼه لیکي چې امریکايي چارواکو هڅه وکړه چې دغه ویډیو د زیات شمیر خلګو د غبرګون کولو سبب نشي او دغه راز د طالبانو سره د سولې د خبرو پر لومړي پړاو باندي اغیزه ونکړي.
په داسي حال کې چې د سمندري قواوو انځورونه په رسنیو کې خپاره شوه چې د درو افغانانو پر مړو باندي بولي کوي، د امریکا ددفاع وزیر لیان پنیتا دغه ویډیو وغندله او د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته یې په ټلفون کې ډاډ ورکړ چې دغه پېښه به په بشپړه او هر اړخیزه توګه وڅیړل شي.
ښاغلي پینتا د فورت بلیس نظامي اډې ته د سفر پر مهال په یوې مرکې وویل چې زه غواړم ولسمشر کرزی په دې پوه شي چې مونږ د پېښې له امله ډیر خپه او خواشیني یو . ورځپاڼه د دفاع وزیر پنیتا له قوله لیکي چې وايي ،، زه غواړم دا وڅیړم چې څه شوي دي او کوم قوانین تر پښو لاندي شوي او سرغړونکي څوک دي.،،
دغه راز د امریکا د باندنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن هم د خپرې شوي ویډیو په هکله خپګان څرګند کړ او د امریکا د وسله والو قواوو لوی درستیز د جنرال مارتین ډیمپسي وايي چې هغه یادشوې ویډیو ډیر متاثره کړی او دغه راز اعمال د ټولو وسله والو قواوو د بدنامۍ په بیه تمامېږي.
ورځپاڼه لیکي چې امریکا ځکه سمدستي غبرګون وښود چې د ۲۰۰۴ کال د پېښې په شان د نړیوالو د غوصې د راپاریدو مخنیوی وکړي. په ۲۰۰۴ کال کې داسي انځورونه خپاره شول چې په کښي د ابوغریب په زندان کې عراقي د بندیانو سپکاوی معلومیدی.
ورځپاڼه لیکي چې نظامي چارواکو ویره درلوده چې دغه راز انځورونه کولای شي چې په افغانستان کې په یوه حساس وخت کې د خلګو د جدي عکس العمل سبب شي.
ورځپاڼه لیکي چې امریکايي نظامیانو په داسي حال کې چې غواړي د افغان ولسمشر حامد کرزي نه خپل حمایت ته ادامه ورکړي، په عین حال کې غواړي چې د طالبانو سره د شخړې د هوارولو دپاره سیاسي حل لاره وموندي.
ورځپاڼه لیکي چې د امریکا متحده ایالات اوس د افغانستان د عامو خلګو سره هم مخامخ دی چې د جګړې نه خسته شوي او ځیني وخت د طالبانو پروپاګندې ته چې د بهرنیو قواوو د حضور او اهدافو په هکله یې کوي د همدردۍ غوږ نیسي.
ورځپاڼه لیکي مخکي له دېنه چې ښاغلي کرزي سره د دفاع د وزیر پنیتا د خوا ټلفوني اړیکې ټینګې شي هغه سمدستي د ویډیو د خپریدو څخه وروسته غبرګون څرګند کړ او په قوي الفاظو باندي یې دغه ویډیو وغندله. د ښاغلي کرزي حکومت وویل چې د امریکا پوځ دي د پېښې لاملین په تر ټولو سختۍ جزا محکوم کړي.
ورځپاڼه لیکي چې نوموړې ویډیو د چارشنبې په ورځ د لومړي ځل دپاره د انترنیټ پر مخ راڅرګنده شوه او ډیر ژر د نړۍ په بیلابیلو رسنیزو سرچینو کې خپره شوه.
ورځپاڼه لیکي چې د امریکا د سمندري قواوو د قول اردو عمومي قوماندان سترجنرال جیمس اموس وویل چې هغه د سمندري قواوو د جنیايي تحقیقاتو د یوې ډلې نه غوښتي دي چې د تر ټولو غوره څیړونکو یوه ډله دي تشکیل کړي چې دغه پېښه په هر اړخیزه توګه وڅیړي.
سترجنرال جیمس وویل چې هغه به په عین وخت کې د سمندري قواوو یو لوړ پوړی چارواکی ډګر جنرال ټامس والدهوسر هم وټاکي چې دغه پېښه په موازي توګه وڅیړي. جنرال والدهوسر د امریکا د سمندري قواوو د مرکزي قوماندانۍ عمومي قوماندان دی.
ورځپاڼه د امریکا د سمندري قواوو د قول اردو د عمومي قوماندان سترجنرال جیمس له قوله لیکي چې دغه قول اردو به تر هغه آرامه کښېنني چې دغه موضوع حل شوې نه وي.
ورځپاڼه لیکي چې د امریکا د نظامي قوانینو پر اساس او د جینیوا د کانوینسیون پر بنسټ په جګړې کې د دښمن مړو ته سپکاوی منع دی.
بل پلوه د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د جنورۍ د ۱۳ مې نېټې په ګنه کې د امریکايي سرتیرو له خوا د افغانانو و مړو ته د سپکاوي په هکله مقاله خپره کړې او وايي چې دې کار د پنجشنبې په ورځ په پراخه اندازه غبرګونونه خپاره کړل.
نیویارک ټایمز لیکي چې د ولسمشر اوباما حکومت هڅه کوي چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی یې په څنګ کې پاته شي په داسي حال کې چې دوي غواړي د طالبانو سره د سولې خبري پرانیزي. خو ورځپاڼه لیکي چې وروستۍ راښکاره شوې ویډیو په دواړو خواوو کې د امریکا دریځ کمزوره کړی دی.
ورځپاڼه لیکي چې دواړو طالبانو او د افغانستان حکومت یادشوې ویډیو ته د امریکا د ظلم د نښې خطاب وکړ.
ورځپاڼه لیکي چې په کابل او واشنګټن کې لوړ پوړو امریکايي چارواکو دا تایید کړه چې ویډیو اصلي ده او په کښي د سمندري قواوو د قول اردو د دریم نمبر کنډک سرتیري چې تیر منی یې په افغانستان کې په وظیفه کې تیر کړ، معلومیږي.
ورځپاڼه دغه راز د میرمن کلینټن له قوله هم لیکي چې دغه کار د امریکا د معیارونو او ارزښتونو سره په تضاد کې واقع کیږي. کلینټن وویل،، چې هرڅوک چې په دې پېښه کې دخیل وي باید په بشپړه توګه مسول وګڼل شي.،،