د لاس رسي وړ اتصالات

ګارډین: په افغانستان کې د سولې بهیر د خطرسره مخ دی


ګارډین: په افغانستان کې د سولې بهیر د خطرسره مخ دی
ګارډین: په افغانستان کې د سولې بهیر د خطرسره مخ دی

د برتانیې د گارډین ورځپاڼه دېوشمیر اوروپايي چارواکو له قوله لېکي چې د ولسمشر اوباما حکومت له دې خطر سره مخ دی چې په افغانستان کې ښايي د سولی دراوستلو تارېخي فرصت له لاسه ورکړي. البته که چېري ژر د طالبانو دې غوښتنی ته چی وايي د سولی دخبرو د پېل لپاره دي، ددوی بندېان خوشي شی ، ځواب ونه وايي.

دامریکا چارواکي وايی، چې دوي د سولی په خبرو کې ځنډ، د افغانستان د ولسمشر حآمد کرزی په ټینگار راوستی دی، ځکه دهغه اندېښنه داوه چې د سولې بهیر دهغه د حکومت له لاسه اېستل شوېدی او هغه دېته ضرورت لري چې دخپلو ملاتړو په منځ کې د سولی دمذاکراتو لپاره طرفداران پېداکړي.

گارډېن ليکي چې دافغانستان او پاکستان لپاره د امرېکا خاص استاځی مارگ گراسمن به ډېر ژرپه دې اونی کې سېمی ته سفر وکړي چې له ولسمشر کرزي سره خبری وکړي او ددې خبرو مقصد دا دی چې د سولې خبري پېل کړي.

ټاکل شوېده چې گراسمن به قطر ته هم سفر وکړي ځکه طالبانو وېلي دی چی دوي به هلته یوسېاسي دفتر پرانیزي او موخه ېې دا ده چې له نړېوالې ټولنی سره د سولې خبري پرمخ بوزي. ېاغیانو داهم وېلي دي چې دوی تمه لري چې د دوی هغه چارواکي خوشی شی چې په گوانتانمو کې توقیف شوېدی. دامریکا حکومت مخکې، دتېرکال په اخرو شپو ورځو کې له دې سره موافقه کړې وه چې د طالبانو پنځه چارواکي قطر ته ولېږی. دا کار به ددواړو خواو ترمنځ د اعتماد دمنځته راوستلو لپاره وشي. خو ښاغلی کرزي په دې ا عتراض وکړ او دامرېکا کانگرس، په ډېسمبر کې ېو قانون منظور کړ چې د گوانتانمونه د زندانیانو دتبادلې موده نوره هم اوږده کړي.

گارډېن لیکي چې د اروپا هغه چارواکي چې په دې خبرو کې دخالت لري هغو ی واشنگټن دې ته هڅوي چې په دې برخه کې په چټکۍ سره اقدام وکړي مخکی له دېنه چې په سخت درېځو کې ېوشمېر له هره اړخه ددې خبرو مخه ونېسی.

داوروپا ېوه معتبر چارواکي وویل چې موږ فکر کوو واشنگټن د قطر په چارواکو باندي په دې برخه کې اعتماد کولی شي. موږ په دې پوهېږو چې دامرېکا د جمهوری رېاست دانتخاباتو د مبارزو له امله ېوسېاسی خطر په دې کې موجود دی.

خو موږ په دې عقیده ېوو چې څومره چې دا کار ژر کېدلی شی همغومره به د سیاسي خطر موجودېت پکښې کم وي، ځکه چې په نومبر کې به د ټولټاکنو په وخت کې دا لېری ماضې ېوه پېښه وي. گارډېن لېکي چې څو دېپلوماتانو په دې ټېنگار وکړ چې د طالبانو له خوانه د سولی دخبرو پېشنهاد ېوتارېخی قدم دی او په پالېسۍ کې د ېوناڅاپي بدلون نمایندگی کوي، ځکه چې دا لومړۍ ځل دی چې د جگړې له پیل راهېسې د سولې د مذاکراتو په طرفدارۍ باندې ټولې دخېلې خواووې په ېوه کتار او صف کې ولاړې دي، خو دغه راز صف ښايي ترډېره پورې دوام ونکړی.

گارډېن لېکي چې ېوشمیر کسان اټکل کوی چې د ولسمشر اوباما حکومت د جمهوری گوند له خوا نه، د ولسمشر د ملي امنېت د پالېسو پرسر د نیوکو له امله لړزېدلی ده. ېوه دېپلومات وویل چې په دغه راز وخت کې سېاسی جرئت ته ضرورت دی.

گارډېن لېکي ېوشمیر امرېکايي چارواکي وايي چې د امرېکا سیاست دسولې د بهېر په مخکې خنډ ندی بلکې د افغانستان دکمزوري اېتلاف دقواو څرنگوالی دی چې ددغه خنډ سبب شوېدی. هغه افغاني ا ېتلافې قواوې چې ښاغلی کرزی ېې په قدرت کې ساتلی دی.

گارډېن دامرېکايی دېپلوماتانو له قوله لېکي چې د بن د کنفرانس په وخت کې ښاغلي کرزی له موږ نه وغوښتل چې په خبرو کې وقفه راولوو او دا دهغه لپاره ډېره مهمه وه چی د سولې بهېر دافغانستان په مشرتابه دوام وکړی او دی کابل ته ولاړشي او له خپلو خلکو سره په دې برخه کې بحث اوخبری وکړی. دامرېکا چارواکی ووېل چې د ملی پخلاېنی بهېر لاتراوسه پورې هم په افغانستان کې ېوه متنازع فېه او جنجالی مسله ده.

XS
SM
MD
LG