د لاس رسي وړ اتصالات

ګارډین: کابل اونیزه پر کرزي باندي د انتقاد په خاطر بنده شوه


ګارډین: کابل اونیزه پر کرزي باندي د انتقاد په خاطر بنده شوه
ګارډین: کابل اونیزه پر کرزي باندي د انتقاد په خاطر بنده شوه

دگارډېن ورځپاڼه لېکی چې ېوه ازاده ورځپاڼه له دې امله بنده شوه چې دافغانستان پر جمهوررئېس حآمد کرزي باندی ېې انتقاد کړی و. د کابل اونېزې ته هغه وخت ېوکال مالی خساره ور واووښتله کله چې د جمهوررئېس حآمد کرزی مامورېنو او غټو تجارانو په دغه خپرونه کې د اعلانونو له خپرولو نه انکار وکړ.

گارډېن لېکی په افغانستان کې د ازادو خپرونو ېوه کوچنی ډله موجوده ده. دغه شمېر خپرونی اوس نوری هم کمی ښکاری چې د کابل اونېزه له منځه ووتله. دغه اونېزه ادعا کوي چې په دې خاطر له خپرېدلونه وغورزول شوله چې د افغانستان پر جمهوررئېس حآمد کرزي ېې انتقاد کړی و.

د چارشنبی په ورځ ددغی اونېزې غړېو له خپل مدېر محمد فهېم دشتی سره دوروستی ځل لپاره ، دوروستی گټی له خپرولو نه وروسته غونډه وکړله. دغه اونېزه خپرونه به په منظم ډول له 2002 مېلادی کال نه را په دېخوا دکابل پرسړکونو ښکارېدله. دشتی ووېل چی ده د خپرونی له بندولونه پرته بله هېڅ چاره نلرله، ځکه له ېوکال نه زېاته موده کېدله چې هغه خساره کوله. په داسی حآل کې چې ېوشمېرنورو خپرونو ته جنگسالاران پېسی ورکوی.

گارډېن ددشتی له قوله لېکی چې هغه ووېل د خپلی خپرونی دازادی د ساتلو لپاره موږ کو شش وکړچې دعادی عاېداتو په لاسته راوړلو باندی اکتفا وکړو لکه څنگه چې په نوره نړۍ کې ورځپاڼی خپل لگښت لاسته راوړی، چې په هغوکې داعلانونو خپرول، د اشتراک حق تادېه کول، شامل دی خو په افغانستان کې هرڅه سېاسی بڼه لري. له څو کالونو راهېسی موږ معمولی شانته گټه لرله او گوزاره مو پرې کوله خو په 2009 مېلادی کال کې، د جمهوری رېاست په انتخاباتوکې ، دکابل اونېزې د جمهوررئېس قهر اوغوسه ځانته راجلب کړله. په مقاله کې، د خپرونی په اول مخ کې لېکل شوي وو چې جمهوررئېس له هغه نه وروسته کمزوری ښکاری چې دېوې ادعا له مخې نه ېې د غربی هېوادونو ملاتړ له لاسه ورکړېدی.

د ښاغلی کرزی د انتخاباتی مبارزی منتظم چې اوس دهغه رسمی وېندوی دی سمدلاسه ېې سېاسی اعلانونه چې په دې اونېزه کې خپرېدل ، له اونېزې نه واېستل. خو تردی لاهم جدی خبره د اوه چې دهغو غټو کمپنېو له خوانه هم اعلانونه بند شول چې پخواېې موږ ته رالېږل. په دې کې بانکونه او د هوايي شرکتونو کمپنی شاملی وی.

که څه هم ښاغلی دشتی ددغو کمپنېو نوم نه اخلی خو دا وايی چی دغو کمپېنو د ښاغلی کرزی دانتخاباتی مبارزی سره مالی مرستی کولی. په دې توگه کله چې هغه انتخابات وگټل نو بېا هغوی کولی شول چې خپلې پېسی بېرته د قانونی او غېرقانونی قراردادونو له لارې پوره کاندی.

گارډېن په پاې کې لېکی چی د کابل داونېزې خپرونی بندېدل چی د جمهوررئېس خلاف ېې خپرونی کولی، په افغانستان کې د مطبوعاتو قدرت نور هم دېوشمېر ځواکمنو استاځگرو ډلو په لاس کې متمرکز کوی چې د خاصو گټو دلاسته راوړلو لپاره کار کوی.

گارډېن لېکی چی د 2001 م کال راهېسی په سوونو ورځپاڼی ، راډېوگانی او تلوېزېونی شتېشنونه را ټوکېدلی دی. په دې کې تقرېبا ټول ېا زېاتره ېا د حکومت له خونه تموېلېږی او د ېوشمېر ځواکمنو جنگسالارانو له خوانه لگښت ورکول کېږی. په دغه راز ورځپاڼؤ اوخپرو نوکې معمولا د جنگسالارانو لپاره سرېندی وهل کېږی، معمولا د قومی گټو مسالی پکې رانغښتی وی.

گارډېن لېکی چی ښاغلی دشتی ېو څو ورځپاڼو ته اشاره وکړله او وې وېل چې ددې پېسی اېرانېان ورکوی، ددې بلی پېسی امرېکا ېان ورکوی؛ هغه ادعا وکړله چې دغوورځپاڼو ته د بهرنېو هېوادونو داستخباراتوله خوانه لگښت ورکول کېږی. هغه په کابل کې د خپل دفتر ېوې بلی ورځپاڼی ته اشاره وکړله چې دغه ورځپاڼه د ورځی لس زره گڼی خپرېږی اوهېڅ چېرته نه خرڅېږی نو ددی پېسی څنگه ورکول کېږی؟

د حکومت مخالفت د کابل له اونېزې سره له دې حقېقت سره مرسته نده کړی چې ښاغلی دشتی د عبدالله عبدالله نېژدی خپلوان دی. عبدالله عبدالله د جمهوری رېاست په انتخاباتو کې د ښاغلی کرزی انتخاباتی سېال و. خو ښاغلی دشتی د تعصب مسله ردوی اووايی چې دکابل داونېزی پالېسی پر هر چاباندی انتقاد کول وو.دگارډېن ورځپاڼه په پاې کې د ښاغلی دشتی له قوله لېکی چې بشپړ استقلال او ازادی نشته خو موږ خپل کوشش کړی دی چې بې غرضه اوبې طرفه پاتی شو.

XS
SM
MD
LG