د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې درې جګړې روانې دي، مطبوعات


ائتلافي عسکر د کنړ په ولایت کې دښمن څاري
ائتلافي عسکر د کنړ په ولایت کې دښمن څاري

دواشنګټن پوست ورځپاڼه لېکی چې په افغانستان کې ېوه جګړه نده روانه ؛ بلکه دری جګړی روانی دی.

اول خو دالقاعده خلاف او ېا له هغو سره تړلو ترهګرو ډلو جګړه روانه ده. دوېمه جګړه اومبارزه ددې لپاره کېږی چې په افغانستان کې تازه دېموکراسی او کمزوری حکومت د طالبانو له بغاوت نه خوندی وساتل شی او ملاتړ ېې وشی.

په درېمه جګړه باندی ډېر کم خلک پوهېږی خو ډېره دوامداره او اوږده جګړه ده: دادرېمه جګړه ټولنېزه، اوکولتوری جګړه ده چې د ښار دعصری کوونکېو او کليوالو ترمنځ روانه ده. د ښارعصری خلک چې زېاتره په کابل کې دېره دی خو کلېوال خلک زېاتره په اطرافې سېمو اوقبېلوی علاقو کې اوسېږی او دعصرېت سره مخالف دی. دغه راز خلک زېاتره د هېواد په غرنېو سېموکې چې لاری ورته په اسانه ندی ورغلی اوسېږی.

واشنګټن پوست لېکی چې دافغانستان دکونړ په ولاېت کې په خاصه توګه د پېج په دره کې دادری واړه جنګونه روان دی او له ېوبل سره ګډ شوي دی. په دغه ځاې کې د امرېکا دستراتېژی برېدونه او امکانات څرګندېږی.

په داسی حآ ل کې چې امرېکا د بن لادن له مرګ نه وروسته دافغانستان په برخه کې له سره ارزېابی کوی چې دافغانستان په برخه کې څه ډول کړنلاره غوره کړی؛ له ېوې خوانه ېې جنرال ډېوېډ پېټرېېس د سي آی اې درئېس په توګه ټاکلی دی. او له بلی خوانه دامرېکا دجمهوررئېس براک اوباما لپاره په اوړی کې د امرېکا يي عسکرو د کمښت وروستی نېټه هم رانېژدی کېږی.

د پېج دره ددغی درېمی جګړی په برخه کې ، ښه او دغور وړ مساېل وړاندی کوی؛ داسی بصېرت او پوهه هم وړاندی کوی چې څنګه ددغی جګړی دنورو اړخونو مخه نېول کېدلی شی.

کله چې دامرېکا عسکر په 2006 کې کونړته ولاړ ل نو پلان داو چې سړکونه جوړ شی او نېژدی قبېلوی سېمی له ېوبل سره ونښلول شی په دې توګه به خلک خوندی شی، دافغان حکومت له خوانه به کنترول شی او القاعده او طآلبانو ته داګرانه شی چې په دې سېمه کې عملېات وکړی. او ددی سېمی خلک به هم د مدنېت نه برخه واخلی.

ورځپاڼه په پای کې لېکی چې څه موده وروسته به د امرېکا عسکر له د پېج له دری نه ووزی او په دې توګه به دامرېکا د پنځو کلنو هڅو پای وی چې غوښتل ېې د کابل دمرکزی حکومت لمن تردی ځاېه پراخه کړی.

په افغانستان کې دغه راز عنعنوی ډلی لکه کوړېنګلېان، نورېستانېان، او نور ډېر لېرې پراته پښتانه تل دکابل له حکومت سره چې دعصرېت دعوه کوی جنګېدلی دی. حومت د سېاسی کنترول او خلک د خپل عنعنوی ژوند د بقا لپاره جنګیدلی دی

. دا ډېره زړه شخړه ده. په 1929 کې چې دافغانستان کورنی جګړه پېل شوله شېنوارو پر جلال اباد برېد وکړ هغوی دهغه نوي قانون مقابله کوله چې ځايی دودونه او کورنی ژوند کې ېې بدلون راوست. په دې کې غټه خبره د ښځو د حآلت په برخه کې وه. بله مسله د مالېې د تحمېل مسله وه.

دغه ډلی دافغانستان د ټولنی په پراخه جوړښت کې ندی ورداخل شوی. دغوخلکو په خپله خوښه له دولتی ژوند نه ځان ګوښه کړېدی او غواړی همداسی پاتی شی. په دې توګه د عصرېت اوتجدېد لپاره دا جګړه د ډېرې اوږدی مودې جګړه ګڼل کېدلی شی، خو ترټولوضرورده.

XS
SM
MD
LG