د لاس رسي وړ اتصالات

م م د جمهور رئیس کرزي په پریکړې باندې اندیښنه ښودلې ده، مطبوعات


م م د جمهور رئیس کرزي په پریکړې باندې اندیښنه ښودلې ده، مطبوعات
م م د جمهور رئیس کرزي په پریکړې باندې اندیښنه ښودلې ده، مطبوعات

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکی چی پرون ناوخته ، ملګرو ملتونو د امریکا او اروپایي ټولنې په ملاتړ یو خبرلیک خپور کړ او پدې خبرلیک کی یی د جمهور ریس کرزي په دی پریکړه چی د یکشنبی په ورځ یی د نوي پارلمان افتتاح وځنډوله ، سخته خواشیني ښکاره کړه او د هغه دا کار یی د تعجب وړ وباله .

د ورځپاڼی په قول په دی خبرلیک کی غوښتنه شوې چی پارلمان دې ژر تر ژره پرانستل شي او ویل شوي چی د افغانستان راتلونکې په ډیموکراتیکو اصولو، د قانون په حاکمیت او د اجراُییوي ، مقننه او عدلي نظامونو په خودمختاریت پوری تړلې ده.

ښاغلي کرزي په دی اونۍ کی د پارلمان پرانستل ځکه وځنډول چی د جعل کاریو د ادعاګانو د څیړلو لپاره چی کومه اختصاصي محکمه جوړه شوې ، هغه وکولای شي چی خپل کار بشپړ کړي ، خو نویو منتخبو وکیلانو د پنجشنبی په ورځ اعلان کړئ ؤ چی هغوی به د یکشنبی په ورځ خپله غونډه وکړي، که څه هم دا غونډه په کوم هوټل کی وی او یا جومات کی.

ورځپاڼه لیکی چی لویدیځ ډیپلوماتان وایی چی هغوی نشي کولاۍ خپلو خلکو ته په افغانستان کی د دومره زیاتو پیسو د لګولو حساب کتاب ورکړي ، مګر په هغه صورت کی چی په افغانستان حد اقل د یوی ډیموکراسۍ د پلي کولو چوکاټ جوړ شوئ نه وي. د ورځپاڼی په قول که چیری پارلمان په میاشتو میاشتو نیمګړئ پاتی وی او د داسی یو محکمی پریکړې ته منتظر وي چی د جمهور ریس په اشارې کار کوي ، نو دا به په دی معنی وي چی ګواکی لویدیځ ملکونه د داسی یوه ملک دفاع کوي ولس مشر یی یو آتوکرات دئ.

د ملګرو ملتونو په دی خبرلیک کی ېوه چارواکي وویل چی دا یو پیغام دئ چی په افغانستان کی مونږ د ډیموکراتیکو اصولو تر شا په ټینګه ولاړ یو . ورځپاڼه د دوو ډیپلوماتانو په قول چی د نامه د یادولو نخ یی ډه ډه وکړه لیکی چی په حکومت کی تفرقه به د ملک اوسنۍ کړکیچنه امنیتي وضعه نوره هم کړکیچنه کړي او د طالبانو د بغاوت علاوه به د قبیلوي شخړو امکانات مینځ ته راوړي.

د ورځپاڼی په قول دا هغه شرایط دي چی د لویدیځو ملکونو هغه هلی ځلی د خطر سره مخامخ کوي چی غواړي په راتلوکو کالونو کی د افغانستان امنیتي مسؤلیت افغانانو ته وسپاري.

ورځپاڼه په خپله مقاله کی لیکی چی ښاغلي کرزي نن د پارلمان غړي وربللی او په دی اړه ورسره خبری کوي، لویدیځ ډیپلوتان دا هیله لري چی ښاغلئ کرزئ به وکولای چی د هغوی سره د پارلمان د پرانستلو په اړه یوی موافقی ورسیږی.

ورځپاڼه چی دژ جنوريۍ د یوویشتمی نیټی په شپه خپره شوې، لیکی چی معلومه نه ده چی ښاغلئ کرزئ به د وکیلانو سره څه ډول معامله وکړي.

ورځپاڼه لیکی چی ځینی کاندیدان چی د انتخاباتو د خپلواک کمسیون لخوا چی اساسی قانون ورته پوره واک ورکړئ ، ګټونکي اعلان شوی وایی چی هغوی انتخابات ګټلي او نه غواړي بله پریکړه ومني ، ورځپاڼه لیکی چی خپله پښتانه کاندیان هم څوک د اختصاصی جوړی شوی محکمی پلوی کوی او څوک په تیره هغه کاندیان چی انتخابات یی ګټلی د انتخاباتوګ د خپلواک کمسیون کارونه تاُییدوی .

د ورځپاڼی په قول کرزي دا تمه درلوده چی داسی یو پارلمان به جوړ شی د هغه سره یی اړیکی ښی وی ، مګر ټول په دی نظر دی چی په پارلماني انتخاباتو کی ډیری جعل کارۍ شوې وې، او د شکایتونو د اوریدو کمسیون په دی اړه کوم خاص څه ونشوای کړای او که د هغو کار نور هم وځندډول شي د ورځپاڼی په قول کوم خاص کار ګمان نه کیږی چی تر سره شي.

ورځپاڼه لیکی چی اوس د جمهور ریس او پارلمان ترمینځ درز راغلئ او د ورځپاڼی په قول دا معلومه نه ده چی پارلمان به د پولیسو او پوځ ملاتنړ ولری او که نه.

ورځپاڼه لیکی چی کیدای شی د پوځ او پولیسو ترمینځ هم ځینی یو خوا او ځینی د بلی خوا په طرف ودریږی.

ورځپاڼه لیکی چی لویدیځو ډیپلوماتانو د جمعی په ورځ دا ویل چی آیا هغوی د یکشنبی په ورځ د پارلمان د پرانستلو په مرسمو کی چی د جمهور ریس کرزي پرته ترسره کیږی برخه واخلي او که نه؟

XS
SM
MD
LG