د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د وردګو خونړۍ پیښه کوښښونه نه ټکني کوي


په وردګو کې د هلیکوپتر د رالوېدو په پیښه کې د ۳۰ وژل شویو امریکايي عسکرو مړي نن امریکا ته راوړل کیږي.
په وردګو کې د هلیکوپتر د رالوېدو په پیښه کې د ۳۰ وژل شویو امریکايي عسکرو مړي نن امریکا ته راوړل کیږي.

د امریکا جمهورریس بارک اوباما د افغانستان د وردګو په ولایت کې د یوهلیوکوپترپه غورځیدوکې د وژل شوو ۳۰ امریکایی عسکرود مړو په رارسیدو خاصو مراسمو کې برخه اخیستې ده.

د امریکا د دفاع وزرت ویلي دي چې مړي په دوو نظامی الوتکو کې د ډیلیور ایالت د ډوور هوایی میدان ته راوړل شویدی.

دغه شینوک ترانسپورتی الوتکه ، د تنګی په دره کې د طالبانو په ضد د تنګی په دره کې د عملیاتوپه وخت کې وغورځیده، دیرش امریکایی عسکر ، اوه افغان کومانډو او یو افغان ترجمان په کې ووژل شول.

په دی امریکایی عسکرو کې ٢٢ کسه د امریکا د خاصې قوی، غړي وو چې د نیو سیل په نوم یادیږي.

د تیرولس کالونو جنګ په دوران کې ، دومره زیات امریکایي عسکر په یوه پیښه کې کله نه وه شوی.

جمهورریس براک اوباما ، پرون په واشنګټن کې وویل، ددغو دیرشوامریکایی عسکرو تلفات هغه خطرونه مونږ ته را یادوي چې امریکایي قواووې ورسره هره ورځ مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG