د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا اوکراین ته د اوږد واټن وېشتونکي بالستیکي میزایل ورکړي


د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت ویاند جګړن چارلي‌ ډیټز امریکا غږ ته ومنله چې واشنګټن اوکراین ته د «ATACMS» په نوم د لېري واټن وېشتونکي تکتیکي بالستیکي میزائیل ورکړي‌دي.

دا میزایل د ۳۰۰ کیلو میتر په واټن کې هدف وېشتلای شي، دا لومړی ځل دی چې له روسیې سره په جګړې کې اوکراین داسې توغندي ترلاسه کوي.

ویاند چارلي ډیټز وویل چې دا میزایل له اوکراین سره د امریکا د هغو ۳۰۰ میلیون ډالرو د مرستو یوه برخه ده چې د مارچ په میاشت کې یې کړې وه، خو ویې نه ویل چې دا میزایل به له اوکراین سره په نویو مرستو کې هم شامل وي که نه.

دوو امریکایي مقاماتو امریکا غږ ته تائید کړې ده چې اوکراین د سه شنبې په شپه دا میزایل کارولي دي. نورو خبري رسنیو ویلي دي چې اوکراین تېره اوونۍ دا میزایل کارولي او په کریمیه یې کې پرې د روسیې اهداف په نښه کړي‌ دي.

روسیې کریمیه له اوکراین څخه جلا کړې او خپله برخه یې ګرځولې ده.

د حکومت یو مقام وویل: «د عملیاتي‌ امنیت لپاره د اوکراین په غوښتنه مو هغه وخت کې د دغو میزایلو د مرستې خبر خپور نه کړ.»

دوو مقاماتو ویلي‌ دي چې امریکا د روان کال په سر کې په خپلو پوځي زېرمو کې د«ATACMS» نوې بڼه زیاتې کړې او په خبره یې له دې وروسته امریکا اوکراین ته د دغو توغندیو زړې بڼې واستولې.

د حکومت دغه مقام، چې نوم یې په راپور کې اخیستل شوی نه دی، ویلي له هغه وروسته چې روسیې د اوکراین په جکړې کې د شمالي کوریا بالستیکي توغندي وکارول، خپلې کاري ډلې ته یې لارښوونه وکړه چې اوکراین ته دا توغندي ورکړي.

چارواکي وايي چې دا توغندي به «له اوکراین سره مرسته وکړي چې په اشغال شویو سیمو کې روسیې ته هېڅ خوندي ځای پرېنږدي».

دا په داسې حال کې ده چې روسي مقاماتو ویلي دي چې د روسیې د لویدیځ ‌په ځینو برخو باندې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو له بریدونو وروسته د سمولینسک او ورونیژ په ولسوالیو باندې توغندي وار شوي‌ دي.

د سمولینسک سیمې والي واسیلي انوخین په خپل ټیلیګرام کې دا خبره کړې ده. په دغو بریدونو کې د مرګ ژوبلې راپو ورکړل شوی نه دی. وايي وېشتل شوې الوتکه په یو کور غورځېدلې او اور یې بل کړی و. د روسیې د دفاع وزارت وايي چې په دغو سیمو کې درې بې پیلوټه الوتکې وېشتلي او غورځولې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG