د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له اوکراین سره ۳۰۰ میلیون ډالر نوې پوځي مرسته کوي


د امریکا متحده ایالتونه به له اوکراین سره ۳۰۰ میلیون ډالر نوې پوځي مرسته کوي. په دې مرستو کې د اوکراین د «پیټریوټ» میزایل سیستم لپاره مهمات هم شامل دي.

د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت یوه مقام، چې نغواړي نوم یې راپور کې واخیستل شي، امریکا غږ ته وویل چې په دغو مرستو کې د «هیمارس» د پرمختللي سیستم ته راکټونه، د ټانګونو مهمات او زرهي ضد ظرفیتونه هم شامل دي. په پام کې ده چې دا نوې پوځي مرستې به د چهارشنبې په ورځ اعلان شي.

دغه مقام همدغه را زوویل چې د زوني په نامه هوا ته د وېشتونکي توغندي، ایم-۷ اداره کېدونکی رادار، له هوا څخه هوا ته توغول کېدونکي میزایلونه، چې د هوايي ځواک د مرستې لپاره کارول کېږي، د اوېنجر دفاعي سیستم او له ځمکي څخه هوا ته وېشتونکي سټنګر هم به په دغو نویو مرستو کې شامل وي.

روسیې د ۲۰۲۲ د فبرورۍ په ۲۴ نېټه په اوکراین باندې یرغل پیل کړ، له هغې وروسته دا به نهه دېرشم ځل وي چې واشنګټن له کیف سره مرسته کوي.

امریکا تر دې دمه له اوکراین سره څه باندې ۳۷ میلیارد ډالر پوځي او امنیتي مرسته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې مسکو په اوکراین باندې د عملیاتو نوې لړۍ پیل کړې ده او کیف پلان لري چې په راتلونکو څو اوونیو کې د دغو عملیاتو ضد عملیات پیل کړي.

د امریکا یو لوړ پوړي پوځي مقام، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، امریکا غږ ته وویل چې د اوکراین دا نوي پوځي عملیات به د روسیې وړتیا په «اغیزناک» ډول په نښه کړي.

XS
SM
MD
LG