د لاس رسي وړ اتصالات

جیمز ماتیس: د قطر سیمه ئیزې ناندرۍ پر عملیاتو اغېزه نلري


د امریکا ددفاع وزیر جیمز ماتیس د قطر په پلازمینه دوحه کې د العدید په نظامي اډه کې. د اپریل ٢١- مه ٢٠١٧ م کال.
د امریکا ددفاع وزیر جیمز ماتیس د قطر په پلازمینه دوحه کې د العدید په نظامي اډه کې. د اپریل ٢١- مه ٢٠١٧ م کال.

د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر جیمز ماتیس وايي هغه دیپلوماتیک جنجال چی د قطر او منځني ختیځ د پنځو نورو هېوادونو ترمنځ روان دی، هغه په سیمه کې د ایتلاف پر عملیاتو هېڅ اغېزه نلري.

د مِتحد و ایالتونو د دفاع وزیر جیمزماتیس وویل دا څرگنده ده چی ایران د سیمی د بی ثباته کولو لپاره کار کوي، دهغوی اعمال ترهرڅه ډیر څرگند دي. له بل پلوه کویت قطر دیته هڅوي چی اختلافات په دیپلوماتیکو هلو ځلو اوار کړي.

د متحد و ایالتونو د دفاع وزیرجیمزماتیس وویل: له سوریی نه نیولی تریمن پورې دا د ایران اقدامات دي. د اسد رژیم په سوریه کې په قدرت کې پاتی دی،او په یمن کې هغویپه جگړه کې مرسته وکړله. په نتیجه کې ېې په ملیونونو کسان ېېپه ډیر ناوړه حالت کې له لوږې ، صحی ستونزو او تشدد سره مخامخ کړل."

کویت قطر دیته هڅوي چی اختلافات په دیپلوماتیکو هلو ځلو اوار کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:56 0:00

سعودی عربستان پر قطر یو لړ تورونه لگوي چې په سیمه کې د ترهگرۍ او ایران د اجنډا ملاتړ کوي. سعودی عربستان اومتحدینو ېې ایران په سیمه کې ستر دښمن بولي.ایران د سعودي عربستان په مشرتابه ایتلاف خلاف،دیمن د حوثي یاغیانو ملاتړ کوي.

بل تور دادی چی قطر د حماس په څېر ډلی ته چی واشنگټن ېې ترهگر ه ډله بولی ښه راغلاست وايي. همدارنگه طالبانو ته ېې هم د سیاسی دفتر لرلو شرایط بر ابر کړیدي.

د قطر خلاف د اړیکو په شلولو کې بله ستره ادعا داده چی د اخوان ا لمسلمین د تحریک ملاتړ کوي.

خو دمتحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي ټیلرسن وویل هغوی ټول دیته ژمن دي چی د ترهگرۍ خلاف په گډه هڅې وکړي.

د متحدو ایالتونود بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن وايی: زه دا تمه نه کوم چی دابه د ترهگرۍ خلاف جگړه باندې په سیمه کې او یا په نړۍ واله کچه کومه اغېزه ولري. هغه ټولې خواوې چې تاسی یادې کړلې، هغوی د ترهگرۍ او داعش خلاف جگړه کې متحدې دي ا و دا خبرې د ریاض په تازه کنفرانس کې یادې شولې"

د قطر د بهرنیو چارو وزیر نن د سه شنبی په ورځ وویل چی ددې جنجال حل ته نور وخت هم ورکړي چی د قطر اوسعودي عربستان، مصر، بحرین، متحدو عربي اماراتو، یمن اومالدیو ترمنځ پېدا شوی دی.

په دې لړ کې قطر ته ډیر پروازونه فسخ شوی دی، متحدو عربی اماراتواو سعودی هوايی شرکتونو قطر ته د سه شنبی په سهار خپل پروازونه فسخ کړل. په دې لړکې سعودی عربستان اعلان کړی دی چی قطر به د سعود ی عربستان له فضای قلمرونه هم کارنشی اخیستلی.

مصر هم له قطر سره هوايی تړاو نن د سه شنبی په ورځ قطع کړ او د دوحه سفیر ته ېې ۴٨ ساعتونه ورکړي دي چی له هېوادنه ېې ووزی.

د متحدو ایالتونود بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ددوشنبی په ورځ د قطر اوسعودی عربستان ترمنځ شخړې ټولې خواوې دیته وهڅولې چی اختلافات په خبرو حل کاندي.

ټیلرسن چی د استرالیا په سدني کې ېې د امریکا او استرالیا د بهرنیو او دفاع د وزیرانو په غونډه کې خبری کولی وویل چی هېواد ېې دیته لیوال دی چی د دې هېوادونو د اختلافاتو په حل کې مرسته وکړي.

د متحدو ایالتونود بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن وویل: موږ به یقینیا ټولی خواوې دیته وهڅوو چې له یوبل سره کینی او خپل اختلافات حل کاندي، که چېرې په دې کې موږ کوم نقش لوبولی شو چی مرسته وکړو او دهغو ترمنځ مسایل حل کړو، نو داکار به وکړو، ځکهموږ فکر کوو چی دا ډیره مهمه ده چې د خلیج د همکاری شوری متحده پاتې شي."

دغه سیمه دامریکا د نظامی نقش لپاره دداعش خلاف ډیر اهمیت لری. د امریکا نظامي پرسونل په قطر کې د العدید په ستره هوايی اډه کې پروت دی چی شمیرېې لس زرو ته رسیږی. امریکا له همدغې اډې نه د سیمی د افراطیانو خلاف هوايی بریدونه کوي.

دامریکا چارواکي وايي دوی لا تراوسه پورې په دې قادر ندي چی دا تشخيص کړی چی دې څلورو هېوادونو چی وروسته بیا یمن هم ورسره ملگری شو خپلی اړیکی ولې له قطر سره شلولې دي.

XS
SM
MD
LG