د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي ځواکونو په سوریې کې د داعش یو جګپوړی غړې په چاپې کې نیولی


په سوریې کې امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه وایي پنجشنبه جون ۱۶مه (غبرګولي۲۶) یې د لمر خاته څخه وړاندې د اسلامي دولت یا داعش ډلې یو جګپوړی غړی چې د ماینونو په جوړولو کې ماهر و، نیولی.

عیني شاهدانو هم ویلي چې د سوریې په شمال لویدیځ کې په هغې سیمې کې چې د ترکیې د ملاتړ څخه د برخمنو یاغیانو په لاس کې ده، دوه هیلوکوپترې ولیدې چې سرتیري ترې ښکته شول او په یو کور یې چاپه واچوله.

د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو چې په سوریې او عراق کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په خلاف جګړه کوي، په یوې اعلامیې کې ویلي چې نیول شوی شخص د بمونو په جوړولو او د عملیاتو په برخې کې د آسانتیاوو برابرولو کې مهارت درلود او په سوریه کې د داعش یو جګپوړی غړی شوی و.

د ائتلافي ځواکونو په اعلامیې کې د داعش د دې غړي نوم ندی یاد شوی خو د ائتلاف یو چارواکي د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې نیول شوی شخص هاني احمد الکردي دی او کله چې داعش په سوریه کې "خلافت" درلود، دی په رقې ښار کې د دغې ډلې مشر و.

.

د سوریې د بشري حقونو د څار اداره چې مرکز یې په برتانیې کې دی او سوریې د جګړې په هکله معلومات راټولوي او په سیمه کې ګڼ شمیر سرچینې او شبکې لري، د فرانس پریس خبري اژانس ته یې دا تائید نکړه چې نیول شوی شخص څوک دی.

خو د دې ادرې مشر رامي عبدالرحمن وویل چې دوه هیلوکوپترې د سوریې په شمال لویدیځ کې په د الحمیره په نامه سیمې کې ښکته شوې او تر یو څو ډزو کولو نه پس ۷ دقیقې وروسته یې بیرته پرواز وکړ.

دا سیمه د هغو یاغیانو په لاس کې ده چې ترکیه یې تر شا ولاړه ده.

ښاغلي عبدالرحمن وویل، " د امریکا عملیات چټک او آسان و. دا عملیات د حلب په شمال ختیځ کې د الحمیره په کلي کې وشو چې د ترکیې د سرحد څخه څلور کیلو متره لیرې پروت دی".

د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه ډیر لږ وخت د سوریې پدې برخې کې دا ډول عملیات کوي.

تر دې وړاندې امریکایي ځواکونو د فبروري په میاشت کې هم په یو کور چاپه اچولې وه چې د داعش مشر ابو ابراهیم القریشي د نیول کیدو څخه د بچ کیدو په خاطر په ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد وچول او ووژل شو.

د ائتلافي ځواکونو په اعلامیې کې ویل شوي چې دا ماموریت په خورا دقت پلان شوی و چې د چا سر او مال ته زیان ونه رسیږي او په ځانګړي توګه ملکیانو ته پکې مرګ ژوبله وا نه وړي.

XS
SM
MD
LG