د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ګوانتنامو یو بندي مراکش ته وسپاره


د ګوانتنامو زندان
د ګوانتنامو زندان

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ جولای ۱۹ (چنګاښ ۲۸) اعلان وکړ چې عبداللطیف ناصر یې د ګوانتنامو له زندان څخه خوشې کړی دی.

پنتاګون په یوه اعلامیه کې ویلي چې ناصر خپل پلرني هیواد مراکش ته انتقالوي.

دا لومړی ځل دی چې د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن په واکمنۍ کې د ګوانتنامو زندان یو بندي بل هېواد ته انتقالیږي.

د ښاغلي بایډن حکومت نیت لري چې د ګوانتنامو زندان وتړي. په دغه زندان کې په متحده ایالاتو باندې د ۲۰۱۱ کال د سپتمبر د تروریستي برید راهیسې یو شمېر بهرنیان د تروریزم په تور ساتل کیږي.

ناصر د ۲۰۰۲ کال د مۍ په میاشت کې د ګوانتنامو زندان ته انتقال شوی و. هغه په افغانستان کې د طالبانو په لیکو کې د قوماندان او د وسلو د استعمال د روزونکي و.

د ګوانتنامو له زندان څخه د هغه خوشې کیدل د پنځه کلنې پراخې ارزونې په نتیجه کې شوي چې د امریکا د پوځ، د داخلي امنیت او د عدلیې وزارتونو د لوړ پوړو چارواکو له خوا ترسره شوې ده او دوی ډاډمن شوي چې ناصر نور د امریکا د متحده ایالاتو داخلي امنیت ته ګواښ نه پیښوي.

دوی سپارښتنه کړې چې ناصر دې مراکش ته وسپارل شي، خو دغه پریکړه د پخواني جمهور رئیس دونالد ټرمپ د ادارې له لورې عملي نشوه.

د عبداللطیف ناصر په خوشې کیدو سره د امریکا د دفاع وزارت په وینا اوس د ګوانتنامو په زندان کې ۳۹ بهرني بندیان پاته دي.

XS
SM
MD
LG