د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، باور لري چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین غواړي د اوکراین جګړه پای ته ورسوي او د ایران سره د سولې خبرو کې پرمختګ شوی دی.
ولسمشر ټرمپ د سپینې ماڼۍ په خپل دفتر کې خبریالانو ته وویل، له پوتین سره یې وروستۍ ټلیفوني خبرې "ښې" وې او د ده په وینا، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي هم اوس د جګړې پای ته رسولو ته چمتو دی.
هغه زیاته کړه چې د ناټو په راتلونکې سرمشریزه کې به د اوکراین جګړه مهمه موضوع وي او هیله لري چې جګړه پای ته ورسیږي.
هغه زیاته کړه: "زما په اند، پوتین تر فشار لاندې دی. هغه غواړي جګړه پای ته ورسېږي، او اوکراین هم همدا غواړي. موږ په خبرو بوخت یو او ګورو چې ایا دا جګړه پای ته رسولای شو که نه. دا یوه ډېره غمجنه جګړه ده. زما په باور، موږ د دې جګړې پای ته تر هغه ډېر نږدې شوي یو چې خلک یې فکر کوي. ولسمشر پوتین غواړي جګړه پای ته ورسېږي، زه دا په ډاګه وایم. زموږ ترمنځ ښې ټلیفوني خبرې وشوې. ولسمشر زیلینسکي هم اوس غواړي جګړه پای ته ورسېږي. موږ د ناټو غونډې ته ځو، هلته به هم په دې اړه خبرې وکړو، او زه فکر کوم چې د دې جګړې د پای ته رسولو توان به ولرو. دا یو ډېر دردناک وضعیت دی."
ولسمشر ټرمپ د ایران په اړه وویل، واشنګټن او تهران ښایي یوې هوکړې ته نږدې وي. هغه وویل، د امریکا لومړیتوب دیپلوماتیکه هوکړه ده، خو که خبرې ناکامې شي، متحده ایالتونه نور انتخابونه هم لري. ټرمپ وویل، نه غواړي د ایران خلکو ته زیان ورسېږي او ځکه د سولې له لارې د ستونزې حل غوره بولي.
هغه وویل: "ښایي موږ یوې هوکړې ته نږدې شوي یو، خو ډاډه نه یم. په هر صورت، موږ به بریالي کېږو. یا به هوکړه وکړو، او یا به موضوع په بل ډول حل کړو. د دې کار بشپړول به هم سخت نه وي. خو زه غواړم هوکړه وشي، ځکه نه غواړم د ایران ۹۱ میلیونه خلک اغېزمن شي. موږ کولای شو په یوه ساعت کې د هغوی پلونه ویجاړ کړو، او د یوه ماسپښین په لنډ وخت کې یې د انرژۍ رسولو سیستم له کاره وغورځوو. ټولې فابریکې به له منځه ولاړې شي، او هغوی په دې ښه پوهېږي."
ولسمشر ټرمپ د فوټبال د نړیوال جام د لانجمن سور کارت په اړه هم خپل نظر څرګند کړ او ویې ویل چې له لوبو څخه د امریکا د ملي لوبډلې د لوبغاړي فلوریان بالوګون ایستلو پرېکړه ناسمه وه.
هغه د فیفا له خوا د پرېکړې د بیاکتنې هرکلی وکړ او ویې ویل چې یوازې یې د پرېکړې د ارزونې غوښتنه کړې وه، خو په وروستۍ پرېکړه کې یې هېڅ رول نه درلود.
هغه زیاته کړه: "ما لوبه ولیدله، او زما په اند دا فاول نه و او نه هم کومه سرغړونه وه. یوازې دوه لوبغاړي وو چې په ډېر سرعت یې زغستل او یو له بل سره وجنګېدل. موږ باید خپل غوره لوبغاړي ولرو، او هغوی هم خپل غوره لوبغاړي ولري. که ویې ګټو یا ویې بایلو، سیالي باید عادلانه وي."
ولسمشر ټرمپ پداسې حال کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ووبل چې ټاکل شوې هغه نن دوشنبه (جولاۍ شپږمه) د ناټو په سرمشریزې کې د ګډون لپاره له واشنګټن ډي سي څخه د ترکیې د انقرې په لورې وخوځېږي.
فورم \ دبحث خونه