د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ولسمشرۍ ته د جمهوري غوښتونکو د نوماند ټاکلو دوهمه مناظره له نیوکو ډکه وه


د ولسمشرۍ دپاره د جمهوري غوښتونکو د نوماند د ټاکلو په دوهمه مناظره کې اوو کاندیدانو برخه لرله.
د ولسمشرۍ دپاره د جمهوري غوښتونکو د نوماند د ټاکلو په دوهمه مناظره کې اوو کاندیدانو برخه لرله.

اوو جمهوري غوښتونکو کاندیدانو چې غواړي د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره د خپل ګوند نوماند شي، دا اونۍ په خپله دوهمه تلویزیوني مناظره کې پر یو بل نیوکې وکړې.

د امریکا د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو دپاره د جمهوري غوښتونکو د ګوند د کاندید د غوره کولو مهلت ته څلور میاشتې پاتې دي.

خو په نظر پوښتنو کې ښکاري چې دغه اووه کسان ټول د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ نه وروسته دي.

نوماندان په کالیفورنیا کې د رونلډ ریګن د کتابتون په تالار کې راټول شوي وو، او هر یوه هڅه وکړه چې ځان د پخواني ولسمشر رونلډ ریګن پلوی وښيي. ریګن یو تر ټولو محبوب جمهوري غوښتونکی ولسمشر تیر شوی دی.

خو د مناظرې له څو دقیقې تیرېدو وروسته، دغه یووالی له منځه ولاړ او هر یوه هڅه کوله چې ځان له نورو ممتاز وښيي.

د کډوالو موضوع، له چین سره د امریکا سیالي، پر اوکراین د روسیې یرغل او ایران ددغې مناظرې مهم موضوعات وو.

د کډوالو د موضوع اړوند، د نیوجرسي پخواني والي کریس کریسټي وویل چې ملي ګارد به د مکسیکو سره پولې ته ولیږي چې د پولې په ساتنه کې د سرحدي ځواکونو مرسته وکړي.

بله توده موضوع چین وو چې ټولو "د امریکا دښمن" وباله.

د جنوبي کارولینا پخوانۍ والي نیکي هیلي وویل چې د مکسیکویي قاچاقبرانو د ځپلو لپاره به د ځانګړو ځواکونو څخه کار واخلي، او د چین سره به تر هغې پورې عادي سوداګري بنده کړي چې هغه هیواد د فنټانیل صادرات بند کړي.

په طبي چارو کې پانګه وال، ویویک راماسوامي په اوکراین کې د جګړې په اړه وویل چې که پوتین یو مستبد دیکتاتور وي، ددې معنی دا نه ده چې اوکراین به ډیر ښه دی. هغه زیاته کړه چې "چین اصلي دوښمن دی."

په فلوریډا ایالت کې پر چینایي وګړو باندې پوځي ساحو ته نږدې د ملکیتونو پر اخیستلو بندیز دی، او والي ران ډیسانټس چې ولسمشرۍ ته نوماند دی، وویل چې هغه په ټول هېواد کې ددغه ډول بندیز پلوي کوي.

پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د سیالانو په دې ډله کې یو کس چې په نظر پوښتنو کې تر ټولو مخکې دی، په مناظره کې نه وو. هغه د مناظرې پر مهال په مشیګن ایالت کې د کارګرانو د یوې اتحادیې سره لیدل غوره بللي وو.

د ان بي سي تلویزیون یوه سروې ښيي چې ۶۰ سلنه جمهوري غوښتونکي د نورو سیالانو په مقابل کې د پخواني ولسمشر ملاتړ کوي، او ورپسې دوهم کس ران ډیسانټس یوازې ۱۶ سلنه ملاتړ لري.

د جمهوري غوښتونکو نوماندانو په دغه مناظره کې کاندیدانو په خپل منځ کې پر یو بل تر نیوکو وروسته، پام له دموکراتانو سره سیالۍ ته واړاوه. د شمالي ډکوټا والي ډګ برګم د ایران سره د زندانیانو تبادله وغندله.

هغه وویل: "پنځه بندیان مو ورکړل، پنځه بندیان یې راکړل، خو هغوی شپږ میلیارده ډالر هم واخیستل، چې په دې پیسو ترهګري کولی شي او همدغه هیواد په نړۍ کې د ترهګرۍ تر ټولو ستر ملاتړی هیواد دی."

د پخواني ولسمشر مرستیال مایک پینس د ټرمپ یادونه وکړه. هغه وویل: "اوس موږ وینو چې ډونلډ ټرمپ د هغې اجنډا څخه پر شا کیږي چې زموږ د تیر حکومت او په تیرو ۵۰ کالو کې د جمهوريت پالو د غورځنګ اساس وو. موږ هغه مهال په نړۍ کې سرلوړي وو."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG