د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا پاکستان ته د خپلو مامورینو تګ محدود کړ


عکس له آرشیف څخه
عکس له آرشیف څخه

د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت نن ورځ (جنوری ۳‍‍۱) ویلي چې د تروریستي بریدونو د امکان له کبله پاکستان ته د امریکا د دولتي مامورینو په تګ راتګ باندې محدودیتونه لګول شوي.

اعلامیه زیاتوي چې د پاکستان اوسني امنیتي وضعیت ته په کتو به د دپلوماتیکي تاسیساتو څخه بهر د امریکایي مامورینو په تګ راتګ محدودیتونه لا هم ډیر کړل شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ځینو امنیتي ستونزو له کبله په پاکستان کې امریکايي وګړو ته بیړنۍ مرستې رسول ځینې محدودیتونه لري چې له کبله یې غواړي امریکایي وګړي خپل تګ راتګ محدود کړي.

اعلامیې کې راغلي چې ښایي د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې ځینې تروریستي بریدونه وشي چې له همدې کبله یې له خپلو کارکوونکو غوښتي چې دغو ایالتونو او د پاکستان او هند پولې ته نږدې سیمو ته له تګ څخه ډډه وکړي.

د دغې اعلامیې په اساس د امریکا د متحده ایالتونو قونسلګري نشي کولی امریکایانو ته قونسلي خدمات وړاندې کړي، ځکه چې د اعلامیې په اساس په تیرو وختونو کې هم بلواګرو په امریکا دپلوماتیکو تاسیساتوبریدونه کړي.

XS
SM
MD
LG