د لاس رسي وړ اتصالات

روبیو د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو او د استانبول د همکارۍ نوښت له شریکانو سره وکتل

د ناټو د مشرانو او بهرنیو چارو وزیرانو غونډې نن هم د ترکیې په پلازمېنه انقره کې ادامه لري چې پکې د دفاعي لګښتونو زیاتوالی، د اوکراین جګړه، د نړیوال امنیت وضعیت او د متحدینو ترمنځ همکاري د بحث مهم موضوعات دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو نن د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې سره یو ځای د استانبول د همکارۍ نوښت له شریکانو سره وکتل. د استانبول د همکارۍ نوښت په ۲۰۰۴ کال کې د ناټو له خوا د خلیج له هېوادونو سره د امنیتي او دفاعي همکاریو د پراخولو لپاره جوړ شوی، چې بحرین، کویټ، قطر او متحده عربي امارات یې غړي دي.

روبیو همدارنګه د جاپان او جنوبي کوریا د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د کوچنیو اټومي بټیو د همکارۍ د تفاهم‌لیک د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړ. درې واړو هېوادونو وروسته د انرژۍ، پرمختللې ټکنالوژۍ او اقتصادي امنیت په اړه درې اړخیزې خبرې هم وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ناټو – اوکراین شورا د بهرنیو چارو وزیرانو په کاري ماښامنۍ کې هم ګډون کوي، چې پکې د اوکراین د جګړې وروستي پرمختګونه، د کیف لپاره پوځي ملاتړ او د اروپا امنیتي وضعیت پکې څېړل کیږي.

دا غونډې یوه ورځ وروسته له هغې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو په سرمشریزه کې له غړو هېوادونو وغوښتل خپلې دفاعي بودیجې د ناخالص ملي عاید پنځه سلنې ته ورسوي. نوموړي ویلي، د ناټو متحدین باید د ګډ امنیت د ساتنې لپاره لا زیات مسوولیت پر غاړه واخلي.

د ټرمپ د دې غوښتنې په ځواب کې، د ناټو یو شمېر غړو هېوادونو د لسګونو میلیاردونو ډالرو په ارزښت نوي دفاعي قراردادونه او پانګونې اعلان کړې، او یو شمېر نورو هېوادونو هم د خپلو دفاعي لګښتونو د زیاتولو ژمنه وکړه.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې انیتا انند د غونډې په څنډه کې ویلي چې هېواد یې تر ۲۰۳۵ کال پورې د ناټو د پنځه سلنې دفاعي لګښت هدف ته د رسېدو پر لور روان دی، او کاناډا لا دمخه د ناخالص کورني تولید لږ تر لږه دوه سلنه دفاعي لګښت پوره کړی دی.

هغې زیاته کړه چې له خپل جرمني سیال سره به خبرو ته دوام ورکړي څو د جرمني د «ټي کې اېم اېس» شرکت له خوا د کاناډا سمندري ځواکونو ته د دولسو اوبتلونو د جوړولو د احتمالي قرارداد وروستۍ بیه وټاکل شي.

انیتا انند دا هم وویل چې کاناډا هڅه کوي د «دفاع، امنیت او مقاومت بانک» په نوم د یوه نوي نړیوال مالي نوښت لپاره د لا ډېرو هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي. د کاناډا حکومت هیله لري چې د دې څو اړخیز مالي بنسټ غړي به په نږدې راتلونکې کې اعلان کړي. د دغه نوښت موخه دا ده چې د دفاعي زیربناوو، پوځي ټکنالوژۍ او امنیتي پروژو د تمویل لپاره اوږدمهاله مالي سرچینې برابرې شي.

د شمالي اتلانتیک تړون سازمان، یا ناټو، په ۱۹۴۹ کال کې د ګډې دفاع لپاره جوړ شو او اوس ۳۲ غړي هېوادونه لري. د دې سازمان د منشور د پنځمې مادې له مخې، پر یوه غړي هېواد برید پر ټولو غړو هېوادونو د برید په توګه ګڼل کېږي.

په وروستیو کلونو کې د روسیې او اوکراین جګړې، د اروپا امنیتي اندېښنو او په منځني ختیځ کې د کړکېچونو له زیاتېدو سره، د ناټو غړي هېوادونه د خپلو پوځي وړتیاوو د پیاوړتیا او د دفاعي لګښتونو د لوړولو هڅې ګړندۍ کړې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم له اوږدې مودې راهیسې ټینګار کوي چې د ناټو غړي باید د خپل امنیت د ساتنې لپاره لا زیات مالي مسوولیت پر غاړه واخلي، څو د ګډ دفاع بار یوازې پر امریکا پاتې نه شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG