د لاس رسي وړ اتصالات

مایک پنس: روسیه شرقي اروپا ته لوی خطر دی


د متحدو ایالتونو د جمهوري ریاست مرستیال مایک پنس
د متحدو ایالتونو د جمهوري ریاست مرستیال مایک پنس

د متحدو ایالاتو د جمهوري ریاست مرستیال نن د بالتیک د هېوادونو له مشرانو سره وکتل.

د متحدو ایالتونو د جمهوري ریاست مرستیال مایک پنس د دو شنبې په ورځ په استونیا کې وویل چې شرقي اروپایي هیوادونو ته گروسیه لوی خطر دی.

روسیه امریکا ته وايي خپل دیپلوماتان کم کړئ
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:24 0:00

مایک پنس وویل: د بالتیک په هېوادونو کې تردې بل ستر خطر نشته لکه څومره چې ستاسې د نه اټکل کېدونکي گاونډي د تجاوز خطر دی. په دې وخت کې روسیه هڅه کوي چې نړۍ وال سرحدونه په زور له سره جوړ کړي، دمستقلو هېوادونو دموکراسیو ته تاوان ورسوي او د اروپا ازاد ملتونه د یوبل خلاف ودروي.

د لېتوانیا جمهورې رئیسې د متحدو ایالاتو د سنا د هغې فیصلې هرکلی وکړ چی پرروسیه ېې نوي بندیزونه ولگول. هغې هیله څرگنده کړله چې ولسمشر ټرمپ به پر کریملین د نویو بندیزونو ملاتړ وکړي. جمهورې رئیسی ډلیه گرای باسکایت وویل روسیه د یوشمیر هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي؛ نو دا ښه پیغام دی چې متحده ایالات ددموکراسۍ ارزښتونو ته متعهد هېواد دی.

د متحدو ایالاتو د جمهوري ریاست مرستیال مایک پنس وویل: د ولسمشر ټرمپ اداره د قدرت د کارولو، گواښ کولو او بیرولو هرډول هڅې ردوي. د بالیتک په هېوادونو او زموږ د موافقتنامی د متحدینو پر خلاف د هرډول ناوړه اثر اورسوخ هڅې هم ردوي.

د روسېې ولسمشر پوټین د جولای په اومه د جرمنی په هامبورگ کې له الوتکې نه ښکته کېږي
د روسېې ولسمشر پوټین د جولای په اومه د جرمنی په هامبورگ کې له الوتکې نه ښکته کېږي

د روسېې ولسمشر ولادی میر پوټین له متحدو ایالاتونه غوښتلي دي چی په خپلو دیپلوماتیکو مامورینو کې ٧٥٥ تنه کم کړي. په دې توگه ېې د واشنگټن او مسکو ترمنځ تشنج زیات کړیدی.

د روسېې ولسمشر ولادي میر پوټین وویل: له دیپلوماتیک پلوه به داکار ډېرې اغېزې ولري. تر زرو نه زیات دېپلوماتان او مامورین نن هم په روسیه کې کار کوي. په دې کې به ٧٥٥ کسان په روسیه کې خپل کار بندکړی.

پوټین وویل دوی ډیر انتظار وکړ چی ښايي ددواړو هېوادونو ترمنځ ښه بدلون راشي، خو څرگنده ده چې که بدلون راشی، نوژر به نه وي.

د روسېې د بهرنیو چارو وزارت ویلی دی پکارده چې د دیپلوماتیک پرسونل کمول د اگست تراخره پورې تکمیل شی.

د متحدو ایالیتونو د بهرنیو چارو وزارت د پوټین دا امر د تاسف وړ بللی دی. د متحده ایالاتو د کانگرس تیره پنجشنبه د جولای په ٢٧ مه د بندیزونویوه نوې مجموعه دروسیې ایران او شمالی کوریا پر خلاف منظورکړله.

XS
SM
MD
LG