د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سفیره: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند دی خجالت وباسي


په ملګروملتونو کې د امریکا سفیره سمانتا پاور
په ملګروملتونو کې د امریکا سفیره سمانتا پاور

د ملگرو ملتونو امنیت شورا د شنبې (سیپتمبر ۱۷) په ورځ ناوخته د روسیې په غوښتنه، بیړنۍ غوڼډه وکړه. غوڼډه پدې وه چې معلوم کړي د امریکا په لاس پر سوریایي حکومتي ځواکونو وروستۍ بمباري تر غور او ارزونې لاندې ونیسي. مسکو وایی پدې هوایي بریدونو کې زیات سرتیري وژل شوي دي.

که دا خبر تایید شي نو دا به د بشارالاسد پر ځواکونو باندې د امریکا لومړنی برید وي چې ددی هیواد په پنځه کلنه جگړه کې یې تر سره کړی دی.

په حلب کې د تیرکال هوایي بمبارد عکسونه هم روسیې خپاره کړل
په حلب کې د تیرکال هوایي بمبارد عکسونه هم روسیې خپاره کړل

په ملګروملتونو کې د امریکا سفیرې سمانتا پاور په نیویارک کې د روسیی د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند د خبرو په وړاندې کلک غبرگون وښود چې پدې اړه یې د تشریحاتو غوښتنه کوله او پوښتل یې چې آیا دا د داعش سره دامریکا عمدي مرسته وه او که ددې هیواد بله پوځي تیروتنه؟ سفیرې پاور وویل دا د باور وړ نده.

هغې وویل د داعش په لاس د امریکایی اتباعو سرونه پرې کیږي، امریکایان د داعش په وړاندې د ۶۷ هیوادونو د ائتلاف مشري کوي چې له منځه یې یوسي او د امریکا د مبارزې په نتیجه کې داعش ۴۰ فیصده نیول شوې سیمې د لاسه ورکړي دي، دا امریکایانو ته کومه لوبه نده بلکه جدي مسله ده.

سفیرې وویل د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند دې پدې خبرې خجالت اوباسي.

د سوریې د آزاد لښکر جنګیالي
د سوریې د آزاد لښکر جنګیالي

سفیري پاور د شنبې په ورځ د روسیی هغه وړاندیز رد کړ چې ویل یی هغه هوایی برید چې پکې د سوريي زیات شمیر پوځیان ووژل شول، داسې نښې څرګندوي چې امریکا د داعش سره د مرستو په چارو کې همکاره ده. میرمن پاور وویل "هغه څه چې هلته پیښیږي ډیر مهم دي دا ددی معنی لري چې د سوریاییانو دپاره سوله په خطر کی واچوو نو بیا هم روسیه دیته هڅوو چې د اسد رژیم سره عاجله غونډه را وغواړي او اسد هم دغې غونډی ته راوبلل شي ځکه د کار وخت دی."

په ملګروملتونو کې د روسیې سفیر ویتالي چرکین وویل "داسې ښکاري چې حالات د متحده ایالاتو له لاسه وتلي دي، چې بیلې ډلی یې وروزلي په وسلو یې سمبال کړي او اوس پر دې سترگې پټوي چې دوی د النصره سره چې د القاعده سره تړلې ډله ده، همکار و او نورو تروریستي ډلو سره خو هم دوئ د منځلارو مخالفو ډلو په نوم ملاتړ کوي. خو هغوئ پدې پوهیږي چې ضروري نده چې د واشنګټن واوري او هغو نورو ته غوږ شي چې د سیاسي پخلاینې هڅه کوي."

د روسیی د دفاع وزارت هم پر متحده ایالاتو نیوکه وکړه او وایي د سوریی زیات شمیر حکومتي سرتیري د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف په بمباریو کې د دیر ال ظهور په سیمه کې وژل شوي دي.

خو جنګ ځپلو سیمو ته د مرستو کاروانونه تراوسه ندي توانیدلي چې د حلب ښار په شمالي سیمو کې د یاغیانو په لاس کنترول شویو سیمو ته ننوځي.

ابراهیم الحاج مدنی فعال او خیریه مرستی رسونکی دی چې تل د پیښې ځای ته اول ور رسیږي او په رسیدو د رغونی د چارو فلم اخلي. الحاج وایي "مونږ نو بس په ځان نه یو پوه شوي ځکه په حلب کې شدیده بمباري وه."

په عین وخت کې د امریکا او روسیې ترمنځ د اوربند د موافقې له کبله چې د تیرې دوشنبې په ورځ لاسلیک شوه یو څه خال خال ډزې اوریدل کیږي خو په عمومي توگه یې سیمې ته آرامي راوستی ده او د شدیدو بمباریو ویره نشته. خو د حلب اوسیدونکي وړاندوینه کوي چې دا اوربند به دوام ونه کړي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG