د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د منځنۍ دورې ټاکنو کې د روسیې پر ممکنه مداخلې اندېښن ندی


د امریکا استخباراتي مشران وایې چې هېواد ېې باید د منځنۍ دورې په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلو د مخنیوي لپاره زیاته هڅه وکړي.

د امریکا د منځنۍ دورې ټاکنې د ۲۰۱۸ کال د نوامبر په میاشت کې کیږي. پدغو ټاکنو کې خلک په کانګرس کې د استازو او سنا د مجلسونو لپاره نوماندانو ته رایه ورکوي.

د امریکا د ملي استخباراتو مشر ډن کوټس پدې باور دی چې روسان به د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو په څېر، په نورو ټاکنو کې هم اخلال رامنځته کړي.

د سنا مجلس د وسله والو خدمتونو د کمیټې په استعماعیه غونډې کې ډن ګوټس وویل چې د ممکنه خطرونو د له منځه وړلو لپاره "د اجرائیه قوې او کانګرس ترمنځ یو منظم پلان تراوسه نه شته."

ډن کوټس وایې تمه لري چې راتلونکې اونۍ کې د امریکا د خزانې وزارت پر ۱۳ روسانو چې د خاص انتخاباتي مفتش رابرټ مولر لخوا په ټاکنو کې په مداخلې تورن شوي دي، بندویزنه ولګوي. کوټس وایې چې بندیزونه به ممکن په نور افرادو هم ولګول شي.

روسیې د امریکا په ټاکڼو کې هر ډول مداخله رد کړې ده خو د امریکا استخباراتي ادارې دې نتیجې ته رسیدلي چې د روسیې د ولسمشر ویلادمیر پوتین په لارښونې روسانو قسماً د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پلوي، په ټولنیزو رسنیو کې مخفي کمپاین کړی دی.

پرون د سویډن له صدراعظم سره په یوې ګډې خبري غونډې کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې د روسیې مداخلو د جمهوري ریاست د ټاکنو پر پایلو اغیر نه درلود.

ټرمپ زیاته کړه چې د منځنۍ دورې په ټاکنو کې د روسیې له مداخلې څخه اندېښنه نه لري ځکه چې اداره یې همداوس پر مطالعاتو بوخته څو په ټاکنو او نورو بهیرونو کې د مداخلو مخه ډب کړای شي.

XS
SM
MD
LG