د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د جرمني او روسیې د ګازو د نل لیکې "مخالفت" کوي


جرمني او اتریش د ارزانو ګازو په ترلاسه کولو کې د ګازو د نل لیکې پر اقتصادي ګټو خوښ دي.
جرمني او اتریش د ارزانو ګازو په ترلاسه کولو کې د ګازو د نل لیکې پر اقتصادي ګټو خوښ دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن وایې چې واشنګټن د "نورد سټریم ۲" په نوم د روسیې او جرمني ترمنځ د ګازو نل لیکه د اروپا د انرژۍ د امنیت لپاره یو ګواښ بولي.

پولند، اوکراین او د بالتیک هېوادونه ویره چې دغه نل لیکه به د روسیې پر ګازو د اروپا اتکا ډیره کړي او مسکو به د میلیاردونو ډالرو په ګټلو سره د اروپايي هېوادونو په سرحدونو کې پوځي تحکیمات ډیر کړي.

ټېلرسن له خپل پولندي سیال سره په وارسا کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې "د پولند په څېر، د امریکا متحده ایالتونه د نورد سټریم د ګازو د نل لیکې مخالفت کوي."

متحده ایالتونه د اوکراین په لانجې کې د دخالت له امله له وړاندې د روسیې پر ځېنو کمپنیو بندیزونه لګولي دي.

پولند چې په ۲۰۰۴ کال کې د اروپايي ټولنې غړی شو، روسیه د خپلو ګټو په مقابل کې یو لوی خطر بولي.

جرمني او اتریش بیا د ارزانو ګازو په ترلاسه کولو کې د ګازو د نل لیکې پر اقتصادي ګټو خوښ دي. دغه هېوادونه پدي باور دي چې د یوې اضافي نل لیکې شتون زیات زیان نه رامنځته کوي.

د جرمني د اقتصاد وزارت ویاند وایې چې "هره اضافي نل لیکه کولی شي اروپا ته د لازیاتو ګازو په رسولو کې مرسته وکړي."

XS
SM
MD
LG